لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور بي ارټي بسونو د حادثو نه پس د بسونو د معیار په اړه پوښتنې راپورته شوي


د پېښور يو اوسيدونکي او خبريال اظهار الله تر بي ار ټي يو ښه سهولت دی خو د دغه شان پېښو سره د خلکو په زړونو کې وېرې پېدا کيږي. هغه وايي ډېرو خلکو د دغه سهولت استعمال هم شروع کړی دی او د دغه پېښو نه باوجود په دغه بسونو کې د خلکو ګڼه لیدل کېږي او رش د بي ار ټي دا وخت لویه مسله ده

د خېبرپښتونخوا د پاکستان تحريک انصاف حکومت په پېښور کې د رېپډ ټرانزټ يا بي ار ټي بس د شروع کولو دوه هفتې شوي دي او په دوو هفتو کې د دغو بسونو دوه حادثې شوي دي.

لومړۍ حادثه کې د پېښور ښار په ګلبهار علاقه کې د بي ار ټي بس د سفر په مهال مات شو. په دویمه حادثه کې د اګست په ۲۶ نېټه په حيات اباد کې د يو سټېشن سره نژدې بس کې په چت اور ولګېدو. د ۱۱۲۲ عملې په بېړني توګه د پس اور مړه کړو. په پېښه کې څه ځاني زيان نه دی شوی.

د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان کامران بنګش تر مخه د دغه پېښې تحقيقات به کوي چې داسې پېښې ولې مخې ته راغلي.

کامران بنګش وايي چې دوی به د دغه ټولې معاملې تحقيقات کوي او وجوهات به معلوموي خو خلک دې ډېر نه پرېشانه کيږي.

د پاکستان تحريک انصاف تېر صوبايي حکومت په دور کې شروع شوي د بي ار ټي منصوبې د پوره کېدو د پاره د حکومت دعوو نه باوجود د شپږو مياشتو په ځای څه درې کاله موده واخستله او په ديارلسم اګست يې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په لاس د دغه بس سهولت پرانیسته وشوه.

د حکومتي سرچينو تر مخه په دغه منصوبې څه ۷۰ بلينه روپۍ خرچ شوي او ۱۲۷ بسونه څه ۲۷ کلوميټره اوږدې لارې باندې خلکو له د سفر سهولت ورکوي خو د پرانستې پس سمدستي په دوه هفتو کې د دغه دوه پېښو پحقله د ډان ورځپاڼې خبريال منظور علي د وي او ای ډیوه سره دا تفصيلات شريک کړل. "دا منصوبه درې کالو کې جوړه شوه، شروع کې د بي ار ټي جوړېدو چې کوم ډېډ لاين ورکړی شوی ؤ هغه شپږ مياشتې و خو هغې کې دا منصوبه پوره نه شوه او ډېر ځل يې ډېډ لاين بدل شو، او اوس چې د بي ار ټي کومه پرانسته وشوه په ۱۳ اګست باندې هغې نه پس پکې دوه غټې حادثې شوي دي."

د پېښور يو اوسيدونکي او خبريال اظهار الله تر بي ار ټي يو ښه سهولت دی خو د دغه شان پېښو سره د خلکو په زړونو کې وېرې پېدا کيږي. هغه وايي ډېرو خلکو د دغه سهولت استعمال هم شروع کړی دی او د دغه پېښو نه باوجود په دغه بسونو کې د خلکو ګڼه لیدل کېږي او رش د بي ار ټي دا وخت لویه مسله ده.

اظهارالله وايي پکار ده حکومت تحقيقات وکړي چې داسې قسمه بدې پېښې ولې شوي دي، ايا د انتظامي مسئلې دي او که نه د بسونو معيار ښه نه دی؟ "دا يو غټ پروجېکټ دی، په اربونو روپې پرې خرچ شوي دي نو حکومت به دغه مسئلو ته پام کوي، چې حل يې کړي ځکه دا ټولې انتظامي مسئلې دي. که په بس کې مسئله راځي دا هم يو انتظامي مسئله ده، خو د ا هم کتل دي چې د دغه بسونو معيار څنګه دی چې کوم يې راغوښتې دي،ايا دوي ته مخکې نه پته وه چې د دې معيار ښه دی يا ښه نه دی."

دا منصوبه وخت په وخت د حکومت د مخالف ګوندونو له خوا د غېر مناسب معيار او ګرانه منصوبه بلل کېدو له وجې د نيوکو ښکار شوې ده او مخالف ګوندونو په حکومت باندې په دې منصوبې کې د رشوتونو تورونه هم لګولي دي خو تر اوسه داسې قسمه تورونو د څه احتساب ادارې يا عدالتونو کې نه دي ثابت شوي.

XS
SM
MD
LG