د خېبرپښتونخوا حکومت سپریم کورټ ته خواست کړی چې د پېښور هائیکورټ هغه فییصله دې وځنډوي چې وفاقي تحقیقاتی ادارې اېف ايی ای ته یې په پېښور کې د تېز رفتاره بس منصوبې بې ار ټي د پلټنو امر کړی دی.
څېړونکي وايي صوبايي حکومت غواړي په بي ار ټي منصوبه کې شوي بدعنوانۍ او نېمگړتیاوې پټې پاتې شي.
خو د صوبايي حکومت یو چارواکي ویلي پکار ده چې لومړي ترجیح بي ار ټي منصوبه پوره کولو ته ورکړی شي او بیا پکې د ممکنه بدعنوانیو په اړه تحقیقات وشي.
د ډسمبر د میاشت په شروع کې د پېښور هايکورټ مشر قاضي وقار احمد سېټهـ د بي ار ټي په اړه خپله فېصله کې وفاقي تحقیقاتي ادارې، اېف ايي ای، ته امر کړی ؤ چې د پروژې په اړه دې په ۴۵ ورځو کې دننه پلټنې وکړي او رپورټ دې وړاندې کړي.
خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نشنل پارټې غړي سردار حسين وي او ای ډيوه ته وويل چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خلقو نه په دې نعره ووټ اخېستی و چې ملک نه به کرپشن يا بد غنواني ختمه وي خو وس په خپله د پېښور بي ار ټي منصوبه کې شوي کرپشن پټولو د پاره د هايي کورټ فېصلې پرضد يي سپريم کورټ کې خواست جمع کړی.
سردار حسین بابک وویل د عدالت په حکم د بي ار ټي خلاف انکوائري شروع شوه "نو په دې باندې خو اوس ماشوم هم پوهيږي چې د صوبايي حکومت عرض هم دادې چې د دې منصوبې تحقيقات مه کوئ."
ښاغلي بابک پوښتنه وکړه چې "نو چې دوی کرپشن نه دې کړې نو دوی ویرېږي ولې؟...دا خو ټولې دنيا ته دا معلومه شوه چې د دوی قول او فعل کې تضاد دی."
پېښورکې ميشت صحافي او څېړونکی ارشد عزيز ملک وايي چې بي ارټي بي ارټي منصوبه چې څومره د ځنډ ښکار کېږي نو نقصان به قومي خزانې ته رسي او دا چې په دې منصوبه کې شويو کوتاهو او کرپشن په اړه تحقيقاتو د پاره دې په منصوبه کار بند نکړی شي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ پاکستاني رسنیو وویل چې د پېښور د پرمختیا ادارې، پي ډي ای، له اړخه دمخدوم علي خان ایډوکیټ په لاس دپاکستان سترې محکمې ته درخواست ورکړې شوې چې د بي ار ټي د پلټنې د ودرول شي.
په عریضه کې ویل شوي چې پېښور هائیکورټ دحقیقتونو سمه ارزؤنه نه ده کړې ځکه باید ستره محکمه دپېښور هائیکورټ پرېکړه ناسمه وبلي اؤ په اوسني درخواست دپرېکړې نه کیدو تر وخته دې ستره محکمه ايف ایي ای له پلټنو ایساره کړي.
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان اجمل وزير تېره ورځ د خبري غونډي په مهال ويلي وو چې اول ياده منصوبه پوره کول ډير مهم دي او وروسته د هغې صوبايي حکومت هر قسم تحقياتو ته تيار دی. "وس زمونږه ترجېح پروجيکټ مکمل کول دي، کومه انکوئري چې کېږي مونږ ته هغه منظوره ده خو مونږ نه غواړو چې دا منصوبه نوره د ځنډ ښکار شي."
د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په اوله کې د دې پروژې د شپږو نه تر اته مياشتو پورې سرته کولو دعوې يې کړې وې.
خو په دغه پروژه تراوسه کار روان دی لا سر ته نه ده رسول شوی څو ځله يې په پلان کې بدلونونه شوي او اوس ويل کيږي په پروژه کېدونکی خرڅ يا پېسې د ۸۰ اربه روپو نه سېوا شوي دي.