لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او لاهور کې تندلارې ‌‌‌‌‌‌ډلې څومره سياسي اغېز لري؟


د اکتوبر په ۲۶مه په پېښور او د سپټمبر په ۱۷مه په لاهور کې د پاکستان قامي اسمبلۍ لپاره د شوو انتخابونو نتيجو د نوو تندلارو ‌‌‌‌‌‌ډلو ملي مسلم ليګ او لبېک يا رسول الله سياسي وزن په اړه تاوده بحڅونه پېل کړي دي.

دقامي اسمبلۍ په خالي څوکۍ شوؤ انتخابونوکې که څه هم واکمن پي ټي اېي ګوند کامیابي ترلاسه کړی خو په دغه ټولټاکنو کې ځېنې داسې کاندیدانو هم ګڼ وټونه ترلاسه کړي چې ښايي په پاکستاني سیاست کې د ښي اړخه ګوندونو پلویان په زیاتیدو دي.

په پېښور کې پروفیسر درویش اپریدی وي او ډیوه ته وايي دا انتخابونه ښايي په پاکستان کې ښي اړخه سیاست په ګټه کې دی.

ښاغلی درویش زیاتوي: ٫٫ د تندروه سیاسي ګوندونو سره د ریاست مرستې دي ځکه د دوي او د ریاست مفکوره یو شان ده. د دوي په مقابله کې د ګڅ اړخه ګوندونو نظریه یا خو کمزورې شوې او یا په ورکیدو ده.٬٬

د پېښور نه د قامي اسمبلۍ لپاره په خالي څوکۍ شوو انتخاباتو کې دوه نوو مذهبي ګوندونو ٫٫ لبیک یا رسول الله٬٬ او د غیر رجسټر شوي سیاسي ګوند ٫٫ ملي مسلم لیګ٬٬ کاندیدانو په ګډه د ۱۲ زرو نه سوا وټونه ترلاسه کړي او څیړونکي ګڼي دا ښایي په پاکستان کې سیاست په یوه نوې لار روان شوی.

د دې وړاندې په لاهور کې د پخواني وزیراعظم نواز شریف په خالي شوې څوکۍ د تندروه ډلې جماعت الدعوه پلوي غړي شیخ یعقوب هم ۵۸۲۲ وټونه ترلاسه کړي وو او دغه انتخابي نتیجو هم څیړونکي حیرانه کړي وو. ښاغلی يعقوب په ازاده توګه انتخاباتو ته ولاړ وو خو مرسته ورسره د غېر قانوني ګرځول شوي ګوند جماعت الدعوه وه.

پروفیسر دوریش وړاندې وايي ٫٫ د ګڅ (کیڼ) اړخه ګوندونو یو شمیر پخواني کسان پخپله هم ښي اړخه ګوندونو سره شامل شوي او دا وخت دغه ګوندونه د یو نظریاتي کشالې سره مخ دي.٬٬

د بشري حقونو یو فعاله غړی سردار یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته وايي د پاکستاني ریاست بیانیه لا هم داسې ده چې دغه سخت دریځه تنظیمونه او د دوي پلوي ګوندونه به په هیواد کې موجود وي او د دغو په لار به نور (ګڅ) اړخیزه سیاسي ګوندونه د فشار لاندې ساتل کیږي.

څيړونکي ګڼي د لاهور او پېښور دغه ټولټاکنې ښايي اووه میاشتې وروسته په کال ۲۰۱۸م کې کیدونکي عمومي انتخاباتو کې په کیڼ اړخه ګوندونو لکه پیپلزپارټۍ او ملت پاله ګوندونه د مشکل سره مخ کړي.

د پاکستان په تېرو عمومي انتخاباتو کې طالبانو او د هغوي پلويانو د کيڼ اړخو او ملت پالو ګوندونو په جلسو او غونډو يو شمېر حملې کړې وې او د دغو ګوندونو انتخابي کمپاين يې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده محدود ساتلی وو.

د کيڼ اړخو په پرتله، په تېرو ټاکنو کې ښي اړخو ګوندونو لکه مسلم ليګ نواز، تحريک انصاف او مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو لکه جميعت علمااسلام [ف] او جماعت اسلامي په ازاد مټ انتخابي فعاليتونه کول.

Recommended

XS
SM
MD
LG