لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په ځنګلونو د اورونو لګېدو د تحقیقاتو غوښتنه شوې


په دې تصویر کې د خېبرپښتونخوا په پوله د بلوچستان په شیراني سیمه کې په سلیمان غره لګېدلی اور لیدل کېږي
په دې تصویر کې د خېبرپښتونخوا په پوله د بلوچستان په شیراني سیمه کې په سلیمان غره لګېدلی اور لیدل کېږي

د پېښور هايي کورټ نه غوښتنه شوي ده چې د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلو سيمو په ځنګلونو د اور لګېدو په اړه دې جوډيشل انکوايرۍ يا عدالتي پلټني وکړي.

په دې حقله عدالت ته د ورکړی شوي خواست د اورېدنې په مهال عدالت د صوبايي حکومت نه ځواب غوښتلی دی.

د خېبر پښتونخوا د ځنګلاتو محکمې وياند وي او ای ډيوه ته ويلي چې په ځنګلونو کې د اور لګېدو د پېښو د علتونو په اړه صوبايي حکومت يو تفصيلي رپورټ تيار کړی چې عدالت ته وړاندې کړل شوی دی۔

د صوبې په ځنګلونو د اورونو لګېدو په اړه د خواست اورونه د هايي کورټ چيف جسټس قيصر رشيد خان او جسټس شکيل احمد دوه کسيزه بېنچ وکړه.

په دغه کېس کې پيشي کوونکی د پېښور هايي کورټ وکيل ملک اجمل خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د صوبې په ځنګلاتو د اورونو جوډيشيل انکوايري دې وکړل شي ځکه چې په پاکستان کې په عمومي توګه او خېبر پښتونخوا کې په خصوصي توګه دا څو پېښې وشوې د اور لګولو او د ونو سوځولو.

د ځنګلاتو، ماحولیاتو او د ځنګلی حيات صوبايي محکمې څو ورځې وړاندې تیار کړی شي خپل رپورټ کې ويلې چې د صوبې په 210 ځايونو کې د اور لګیدو له امله نه يواځې په ځنګلونو کې اونو بوټو ته زيان رسېدلې بلکه ماحول، فضا، ځنګلي ځنارو او د مرغو ژوند ته يې هم زيان رسوولی دی۔

د خېبر پښتونخوا د ځنګلاتو او ځنګلي حیات محکمي ترجمان لطیف الرحمن وي او ای ډيوه ته وايي چې په ځنګلونو کې د اور لګېدو د پېښو راپور عدالت ته وړاندی کړل شوی او په هغې کې د اور لګېدو وجوهات او ځنګلونو ته رسيدلی زيان ښودلې شوی دی۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل چې هغه رپورټ د محکمې سېکټري د پېښور هايي کورټ چيف جسټس ته وړاندې کړی دی او ورته يې ويلي دي چې عدالت که په دې کې نوره انکوايري يا پلټنې کول غواړي نو کولی شي۔

هغه دا هم وويل چې زياتره کوم اورونه لګېدلي وو نو هغه د خلکو شخصې ځنګلونو کې لګېدلي وو او په دغو پېښو کې 30 فيصده سرکاري او 70 فيصده شخصې ځنګلونه سوزيدلي دي۔

د يادې محکمې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په بېله بېلو ځنګلونو کې لګيدلي اور څخه 17 زره اېکړا ځنګل متاثره شوی، اداره وايي چې په دغه پېښو کې په کم تعداد کې ونې سوځېدلي دي ولې نورو بوټو ته ډېر زيان رسېدلې۔

مالومات زياتوي چې په کومو علاقو کې قصدن اور لګول شوی و نو په هغې کې 54 تنانو پرضد مقدمې درج کړل شوي او پوليسو ملزمان ګرفتار کړي وو۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG