لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايی کورټ ته مذهب د سپکاوي مقدمو دپاره د خصوصي عدالتونو  جوړولو خواست شوی


هايي کورټ ته درخواست ورکوونکي وکيل شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل په داسې مقدمو کې د جديدو طريقو په مرسته د ريکارډ او شهادتونو کره کتنه ډير مهم وي
هايي کورټ ته درخواست ورکوونکي وکيل شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل په داسې مقدمو کې د جديدو طريقو په مرسته د ريکارډ او شهادتونو کره کتنه ډير مهم وي

د پیښور های کورټ ته مذهب د سپکاوي مقدمو د ژر اورېدنې لپاره خواست شوی دی چې پکې غوښتل شوي چې دغه کېسونو لپاره دې د ځانګړي عدالتونو ترڅنګ په داسې ډول پېښو کې د پلټنو د پاره دې د ايف ايي ای او د ترهګرۍ ضد محکمې يا سي ټي ډي په څېر د تفتيش څانګې جوړې کړی شي چې دغه مقدمې په وخت فېصله کېږي.

هايي کورټ ته خواست یا پېټېشن کې دریځ خپل کړی شوی چې د هېواد په کچه د 1300 نه سوا د مذهب د سپکاوي مقدمې په عدالتونو کې د ځنډ ښکار دي۔

هايي کورټ ته درخواست ورکوونکي وکيل شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل په داسې مقدمو کې د جديدو طريقو په مرسته د ريکارډ او شهادتونو کره کتنه ډير مهم وي.

شبیر ګګیاني وویل وړمبی درخواست یې دا دی چې د تفتيش د پاره يو خاص پروسيجر جوړ شي، توهين مذهب، توهين رسالت چې کوم جرمونه دي چې د هغې د پاره يو د انوسټيګېشن سپېشل يا خاص ټيم جوړ شي. " اکثر په داسې کېسونو کې چې کوم ثبوت راځي نو هغه خو يا ډکومېنټري وي يا جديد آلاتو سره آډيو يا ويډيو رېکارډنګ وي نو هغه زمونږه عام پوليس سره دا سهولتونه نشته چې د دې انوسټيګېشن وکړي هغه صرف اېف ايي ای سره دې هغه هم سائبر کرائمز (څانګې) سره، نو که يو کس ملزم وي چې د هغه بابت کې صحيح تفتيش وشي."

نوموړي زياته کړه چې د نورو مقدمو په څېر د مذهب د سپکاوي مقدمې هم د ځنډ ښکار وي چې له وجې په ځيني موقعو خلک په خپله قانون لاس کې واخلي او د بل تن ژوند ختم کړي. شبير حسين ګګياني وايي په درخواست کې يی دریځ خپل کړی چې دغه مقدمو د پاره ځانګړی عدالت وي او په هغې کې د يو خاص نظام او ترتيب لاندې د کېس پېروي کولې شي۔

" هغې کې بيا سپېشل پروسيجر وي لکه زمونږه په ای ټي سي ( د ترهګرې ضد عدالتونه) عدالتونو کې دي چې ججز صاحبانو ته، پروسيکيوټر ته، سټاف ته، وکيلانو او ګواهانو ته خاص تحفظ ورکوي، بل سپيډي ټرائل به وي بجايی د دې چې خلق قانون لاسو کې واخلي نو پکار ده چې موثر قانون سازي ووشي د دې له پاره او بل دا پکې هم ده چې سپيشل کورټس نه علاوه جېل ټرائل کېږي"

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قباله اياز د دغې درخواست په اړه وايي چې د حکومت ذمه داري جوړېږي چې داسې اقدامات وکړي چې د مذهب د سپکاوي ضد قانون غلط استعمال و نشي۔ " ډير کېسونه داسې وي چې په هغې کې حقيقي اہانت (توهين) نه وي شوی او خلک د يو بل سره په خپلو تنازعاتو کې وي نو هغو ته رنګ د اہانت ورکړي"

نوموړي زياته کړه چې کله دا کېسونه د ځنډ ښکار شي نو ځيني خلک بيا قانون په لاس کې واخلي نو که چرته دا زر فېصله شي او معلومه شي چې دې کې څه حقيقت شته او که نشته نو اميد دا دې چې معاشرتي بهترۍ ته به صورت حال لاړ شي۔

په درخواست کې دا هم ويلي شوي چې د هېواد په کچه د مذهب د سپکاوي او توهين رسالت څه د پاسه ۱۳ سوه مقدمې په بېلا بېلو عدالتونو کې د ځنډ ښکار دي۔

په دې اړه مو د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت دريځ اخېستو د پاره د قانون وزير سلطان محمد خان، د اطلاعاتو د پاره د وزير اعلې مشير کامران بنګش او د خېبر پښتونخوا اېډوکېت جنرل شمايل بټ سره د ټيلي فون او وټس اپ د لارې د خبرو کولو کوشش وکړه خو د دې رپورټ د لیکلو پورې د هغوی دریځ مخې ته نه وې راغلی۔

ياده دې وي د جولای په ۲۹ نيټه د مذهب د سپکاوي په تور نيولی شوی طاهر نسيم نومي تن هغه وخت د پېښور په يو عدالت کې په ډزو ووژل شو کله چې هغه عدالت ته د اورېدنې لپاره ورغلې و۔ د پوليسو د وېنا ترمخه دغه تن دوه کاله وړاندې په دغه کېس کې ګرفتار شوې ؤ۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG