لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پېښور کې نانبایان وايي د حکومتي ګام باوجود اوړه په ګران نرخ خرڅیږي


دوکاندارانو او د اوړو اخېستونکو ډيوه ته وويلي په بازار کې اوس هم اوړه په زوړ نرخ خرڅيږي

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې اوړو نرخ سېوا کېدو ته په کتنه یې د اوړو مېلونو ته د غنمو مقدار زيات کړی چې له امله به یې د اوړو په زياتيدونکو نرخونو قابو وموندل شي۔

د اوړو د مېلونو د اتحاديي غړي وايي د صوبايي حکومت د دغه ګام په نتیجه کې به د اوړو نرخونه تر يوحد پورې کم شي خو د مسلې د مستقل حل دپاره پکار ده چې مېلونو ته د غنمو مقدارنور هم زیات کړی شي.

د خېبرپښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش ويلي په صوبه کې ورته د اووړو د بعېو د زياتېدو خبرونه ترلاسه شوي دي چې ورسره دوي د صوبې د اووړو مېلونو ته د غنمو مقدار د ورځې په بنياد د څلور زره ټنه نه اووه زرو ټنو ته سېوا کړی دی۔

کامران بنګش ويلي ضلعي انتظاميي چارواکو ته يي د ذخيره اندوزو پرضد د سختو ګامونو پورته کولو ويلي دي۔

د کامران بنګش په وېنا د اوړو قيمت زياتيدو بنيادي وجه د صوبې د خپلو غنمو کم پېدوارې دی۔ هغه وويل په صوبه کې د اته نه تر لس لاکو ټنو پورې غنم پېدا کېږي او د صوبې ضرورت په کال کې ۴۳ لاکه ټنه دی۔ کامران بنګش وويل د صوبې د غنمو باقي ضرورت د سند او په خصوصي توګه د پنجاب صوبې نه راغواړي خو سږ کال هلته هم د غنمو پېدوار کم شوی دی چې له وجې یې د خېبرپښتونخوا حکومت د بهر هيوادونو نه د لسو نه تر دولسو لاکو ټنو پورې غنم اخلي۔

د خېبر پښتونخوا د اوړو د مېلونو د اتحاديي پخواني مشر محمد اقبال ډيوه ته وويل د حکومت دې ګام سره به په مارکېټ کې د اوړو بعې راکمې شي، او اوس چې کومه د ۲۰ کلو د اوړو بوجۍ د ۱۳۰۰ نه ۱۴۰۰ روپۍ پورې خرڅيږي دې کې په د ۱۰۰ روپو پورې کموالی وشي۔

نوموړي وويل د صوبې نزدې ۱۸۰ مېلونو ته که د روزانه په بنياد د ۱۰۰۰ټنو پورې غنم ورکړل شي نو په مارکيټ کې به قيمتونه مستحکم شي او د نورو صوبو نه به د اوړو د راوړو ضرورت پاتې نه شي۔

خو دوکاندارانو او د اوړو اخېستونکو ډيوه ته وويلي په بازار کې اوس هم اوړه په زوړ نرخ خرڅيږي، د پېښور د نانبايانو د اتحاديي مشر خائسته ګل مومند ډيوه ته وويل د نور کله په څېر يي نن هم د ۸۵ کلو د اوړو بوجۍ په ۶۰۰۰ روپۍ اخېستې ده۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG