لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نهم محرم د ماتمي جلوسونو په مهال د پاکستان یو شمیر لویو ښارونو کې د موبایل فون خدمات ځنډول شوي


Pakistan Muharram
Pakistan Muharram

په پاکستان کې د نهم محرم الحرام د جلوسونو په موقعه په یو شمیر لویو ښارونو کې د موبایل فون خدمات ځنډول شوي اؤ د کومې احتمالي بدې پېښې د مخنیوي په خاطر کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي.

دخېبر پښتونخوا د پولیسو مشر یا آي جي ښاغلی اختر حیات خان وایي د پوځ، ضلعي انتظامیو،تاجر تنظیمونو ، عام ولس اؤ دیني عالمانو مرسته پولیس ته ترلاسه ده اؤ پولیسو په محرم کې د امنیت پځای ساتلو لپاره کوټلي ګامونه اخستي.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر په پېښور کې د امنیت ټینګولو لپاره جوړ کړل شوي کمانډ اېنډ کنټرول سنټر دوره کړې او د امنیت جاج یې اخستی.
د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر په پېښور کې د امنیت ټینګولو لپاره جوړ کړل شوي کمانډ اېنډ کنټرول سنټر دوره کړې او د امنیت جاج یې اخستی.

دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې دپېښور هاغه ټولې لارې په ازغنو تارونو اؤ خنډانو تړل شوي دي چې دمحرم د نهمې ماتمي جلوسونه پرې تیریږي اؤ ټول مهم کاروباري مارکیټونه اؤ بازارونه هم بند پراته دي.

د نهې یا سه شنبې په سهار په پېښور کې د شبیهه ذوالجناج جلوس دحسینه هال امام بارګاه څخه وتلی اؤ ټاکل شوې چې په سختو امنیتي تدابیرو کې به له بیلابیلو لارو څخه تېریږي.

دپاکستاني میډیا د راپورونو له مخې دهیواد د نورو زیاترو برخو څخه هم په کلکو امنیتي تدابیرو کې دمحرم دنهمې جلوسونه ویستل شوي اؤ‌ په دې موقعه دهیواد په یو شمیر مهمو ښارونو کې دموبایل فون خدمت دسهار داتوؤ بجو څخه ځنډول شوي دي.

دتیرو څو کلونو راهسې هرکال دمحرم په نهمه اؤ لسمه په پېښور کې هم دکومې بدې پېښې دمخنیوي په خاطر دموبایل فون خدمات ځنډول کیږي خو سږکال د نهم محرم دجلسونو په موقعه پېښور کې دموبایل فون خدمات په زیاترو سیمو کې نه دي ځنډول شوي.

په پېښور کې د ماتمي جلوسونو د څارنې لپاره پولیسو په کابلۍ تاڼه کې کنټرول جوړ کړی دی چې له دغه ځایه د ګل په ورځ د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان د نهم اؤ لسم محرم د جلوسونو لپاره د نیول شوؤ امنیتي تدابیرو جاج اخستی.

د پولیسو مشر ویلي چې پولیسو خپل ټول پام محرم کې د امنیت ټینګښت ته ګرځولی اؤ په دې لړ کې ورته د پوځ، ضلعي انتظامیو، تاجر تنظیمونو، دیني عالمانو اؤ عام ولس مرسته ترلاسه ده.

آي جي ویلي د محرم د عشرې درناوی کول د یوې فرقې نه بلکې د ټول مسلمان امت فرض دی اؤ باید ټول په ګډه د امنیت په ټینګښت کې خپل رول ولوي.

پخپل یو بیان کې د پولیسو مشر ویلي په ټوله صوبه اؤ په ځانګړي ډول سر ښار پېښور کې چې د امن د ټینګښت لپاره پولیسو، امنیتي ځواکونو ، ولس اؤ تاجرانو کومې قربانۍ ورکړي هغه د نه هیریدلو دي.

هغه ویلي د پښتونخوا پولیسو صوبه کې د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي ګامونه اخستي دي اؤ د ولس سر و مال خوندي کول خپل اولین فرض ګڼي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG