لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "ګلونو ښار" پېښور تشدد نیولی 


د تېرو څلورو لسیزو راهسې، اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي، په سیمه کې ترهګرۍ د زیاتېدو، په افغانستان کې جنګونو او د نړیوالو قوتونو ترمنځ د سیاست او د اثر او رسوخ چالونو پېښور ځپلی دی
د تېرو څلورو لسیزو راهسې، اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي، په سیمه کې ترهګرۍ د زیاتېدو، په افغانستان کې جنګونو او د نړیوالو قوتونو ترمنځ د سیاست او د اثر او رسوخ چالونو پېښور ځپلی دی

پېښور په یو وخت کې د ګلونو ښار یادېدو. د ښار چارچاپېرا د انارو، ناشباتو او د مېو باغونه وو. دا ښار د مرکزي اېشیا او د جنوبي اېشیا ترمنځ د تجارت په لاره پروت و.

خو د تېرو څلورو لسیزو راهسې، اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي، په سیمه کې ترهګرۍ د زیاتېدو، په افغانستان کې جنګونو او د نړیوالو قوتونو ترمنځ د سیاست او د اثر او رسوخ چالونو پېښور ځپلی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په پېښور کې د پولیس په مرکزي دفتر کې د جومات دننه ځانمرګي حمله کې د 100 نه زیات کسان ووژل.

څېړونکي وايي په پېښور کې ورستۍ خونرېزي د تېرو څو لسیزو راهسې د پاکستان او د امریکې د غلطو تګلارو نتیجه ده.

د امنیتي چارو څېړونکی عبدالله خان وايي "څه چې کرې هغه به رېبې."

د 1980 د لسېزې پورې، خان وايي، پېښور پرامنه ښار و خو بیا د هغه وخت د پاکستان پوځي امر ضیاالحق د ماسکو خلاف د واشنګټن په سوړ جنګ کې د شریکېدو فېصله وکړه او په افغانستان کې د پخواني سویت یونین یا د شوري اتحاد خلاف جنګ کې شامل شو.

د افغانستان د پولې نه قریباً 20 مېله په فاصله پېښور افغان مجاهدینو ته د تربيې، وسلې او پېسو ورکولو دپاره د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای او د پاکستان د پوځ په مرکز کې بدل شو. پېښور د وسلې، د مسلح کسانو چې زیاتره اسلامي وسله وال وو، او د زرګونو په شمېره کې د افغان کډوالو نه ډګ شو.

عرب وسله وال هم د شوري اتحاد خلاف جنګ ته جلب شول چې پکې د شته منې عرب کورنۍ زوی اوسامه بن لادن هم شامل و.

دا هم پېښور و چې د 1980 په لسیزه کې پکې بن لادن د مصري وسله وال ېمن الظواهري سره د القاعده بنیاد کښېودو.

دا هم پېښور و چې د 1980 په لسیزه کې پکې بن لادن د مصري وسله وال ېمن الظواهري سره د القاعده بنیاد کښېودو
دا هم پېښور و چې د 1980 په لسیزه کې پکې بن لادن د مصري وسله وال ېمن الظواهري سره د القاعده بنیاد کښېودو

شوري ځواکونه باالاخر په 1989 کې د افغانستان نه ووتل خو ای پي وايي د "مېلېټېنسي" یا وسله والتوب او د مسلح مزاحمت هغه مېراث چې امریکې او پاکستان یې مرسته کوله، په ځای پاتې شو.

د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډېیر محمود شاه وايي افغانستان نه د روس د انخلا وروسته "امریکایانو مجاهدین او مونږ په ځای پرېښودوو او د دغه وخت راهسې يې مونږ قیمت ادا کوو."

د روس د انخلا نه پس، ای پي وايي، مجاهدینو اقتدار ترلاسه کولو دپاره افغانستان په خانه جنګۍ کې لاهو کړو. په پېښور او کوټه کې د پاکستان په مرسته افغان طالبان منظم کېدل شروع شول او بیا د 1990 يه لسیزه کې طالبانو په افغانستان کې حکومت جوړ کړوږ

د طالبانو دغه حکومت په 2001 کې په امریکا د القاعده د حملو وروسته امریکايي ځواکونو نسکور کړو.

په افغانستان کې د طالبانو خلاف د امریکې د شل کلن جنګ په مهال د پاکستان په قبایلي سیمو او د پېښور شا او خوا وسله والو ډلو ترقي کوله. د افغان طالبانو په شان، د ای پي ترمخه، په پاکستان کې د وسله والو ډلو زیلې زیاتره د پښتنو په سیمو کې وې.

ای پي وايي د پاکستان استخباراتي ادارو د ځینو ډلو حوصله افزايي کوله خو ځینې نورې ډلې د امنیتي ځواکونو عملیاتو او د القاعده او نوروو وسله والو خلاف د امریکايي ډرون حملو راپارولي وو، ټوپکونه یې په حکومت ور واړول.

په دغو کې لویه مسلح ډله تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وه چې د 2000 په اخیره او د 2010 په شروع کې يې د ترهګرۍ بې رحمه فعالیتونه ترسره کړل. په 2014 کې ټي ټي پي د پېښور په ارمي پبلېک سکول حمله کې تر 150 پورې کسان ووژل چې زیاتره ماشومان وو.

د پېړیو راهسې پېښور یو اهم مقام لرلو ځکه چې دا ښار د مرکزي اېشیا او د برصغیر ترمنځ په تجارتي لاره پروت دی. پېښور د اېشيا قدیمو ښارونو څخه یو دی د خېبر درې په دروازه پروت دی چې د مرکزي اېشیا او برصغیر اهم لاره ده.

شوري ځواکونه باالاخر په 1989 کې د افغانستان نه ووتل
شوري ځواکونه باالاخر په 1989 کې د افغانستان نه ووتل

په اهمه لاره د پروت والي په سبب که یو خوا پېښور د تجارت نه ګټه ترلاسه کوله نو بلخوا د مغلو نه واخلې تر د برطانوي سامراجیانو پورې د مختلفو قوتونو ترمنځ د جنګونو شاهد هم پاتې شوی دی.

په ورستۍ موده کې په پېښور کې امنیتي اقدامات سخت کړی شوي وو. د ښار په لویو لارو چېک پوسټونه جوړ شوي وو او مسلح امنیتي ځواکونو به په لارو کوڅو کې ګزمې یا ګشتونه کول.

د ټي ټي پي خلاف د پوځي عملیاتو او د حکومت او د دې ډلې ترمنځ د غیر یقیني ډز بند یو په سبب په تېرو څو کلونو کې څه قدر امن و خو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په خېبرپښتونخوا کې د ټي ټي پي حملې زیاتې شوي دي.

ای پي وايي که څه هم د پاکستاني طالبانو ډله د افغان طالبانو نه بدله ده خو د افغان طالبانو سره تړلي ده او پاکستاني چارواکي په افغان طالبان الزام لګوي چې ټي ټي پي‌ ته يې د فعالیت ازادي ورکړې ده. افغان طالبان دغه خبره ردوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د پولیس لاینز په جومات د حملې نه مخکې په خېبر پښتونخوا کې په پولیس وړې وړې حملې کېدلې. ای پي وايي په افغانستان کې د حالاتو په پاکستان د اثر یو مثال تېر کال د مارچ په میاشت کې د پېښور په یوې امام باړه د داعش حمله وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وویل شوو.

پخوانی برېګېډېیر محمود شاه خبرداری کوي چې ټي ټي پي به نورې حملې هم کوی او پاکستان ته پکار ده چې په افغان طالبانو فشار واچوي چې ټي ټي پي د افغانستان نه وباسي او یا یې د افغانستان خاوره استعمالولو نه منع کړي.

محمود شاه وايي "که چېرې مونږ په پاکستان کې امن غواړوو نو پکار ده چې د افغان طالبانو په مرسته د قوي ځای نه ټي ټي پي سره خبرې وکړوو."

هغه وايي هم دغه د نور تشدد مخیوي بهترینه او موثره لار ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG