لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: پي ټي اېم به د قام پرسته گوندونو نه وړاندې ځي


د پي ټي اېم مشر منظور پشتین
د پي ټي اېم مشر منظور پشتین

ماهرين وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ به تل په دې خطه کې په څه نه څه شکل کې موجود وي او د پښتونو د حقونو د پاره به کار کوي.

د ماهرينو په نظر پي ټي اېم تحريک به په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې موجود قام پرست سياسي ګوندونو نه مخ په ړواندې ځي.

دا بحث په پېښور کې د انسټېټيوټ اف ريجنل سټډيز د پښتون تحفظ مومنټ دجوړېدو، په موجوده حالاتو کې د پي ټي ايم په ټولنه اثر او د تحريک د مستقبل په اړه په یوه غونډه کې وشو.

په غونډه کې د ژوند د بېلا بېلو برخو سره تعلق لرنکو پوهانو ګډون وکړو. په دغه موقع د کارپوهانو وېنا وه پي ټي اېم به په راتلونکې کې هم په څه نه څه شکل کې خپل وجود قايم ساتي او د پښتونو د حقونو د پاره به اواز پورتا کوي.

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي کاشف اعظم په موجوده حالاتو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ وجود په دې سيمه کې د تېرو دوو لسيزو په مهال د ترهګرۍ په ضد چې کوم جنګ شوی د هغې سياسي او سماجي اثرات بولي.

په خېبر پختونخوا اسمبلې کې د قبايلي ضلعو د پاره مختص شویو سيټونو باندې کېدونکي انتخاباتو په اړه پېښور کې ميشت د پښتو ژبې اخبار د پښتون پوسټ مدير اشرف ډار وايس اف امريکا ډيوه ته وويل په دغه ټاکنو کې که چېرې د پښتون ژغورنې غړي برخه واخلي نو قوي امکان دې چې هغوي په زيات تعداد کې د اسمبلې غړي منتخب کیدی شي.

د جنوبي وزيرستان سياسي کار پوهه سميع الله جان وايي پې ټي ايم کې تر اوسه ددې خبرې تعين نه دی شوی چې ايا دا به يو سياسي جماعت وي او که یوازې د پښتونو د حقونو لپاره اواز پورته کولو پورې به محدود وي؟ هغه زیاته کړه چې که پي ټي اېم يوه نعره د خپل تحريک د پاره ووټاکي نو دا به راتلونکې کې د دوی په ګټه وي.

څرگنده دي وي چې د پښتون ژغورنې غورنګ هلوځلو ته په پاکستانۍ ميډيا کې د غیر اعلانیه پابندۍ دلاندې زیات کوريج یا ځای نه ورکول کېږي خو نړیوالو مطبوعات پرې وخت په وخت رپورټونه کیږي.

د انسټېټيوټ اف ريجنل سټډيز د غونډې په دغه موقع د کارپوهانو وېنا وه چې د پې ټي ايم ټولې مطالبې جائز دې او رياست تا پکار دې چې زر تر زره یې پوره کړي.

پي ټي اېم غوښتنه کوی چې حکومت دې بې درکه کسان ولټوي، ملزمانو سره دې قانونی چلند وکړي، په قبایلي سیمو کې د ځمکني بمونه یا لینډ ماینز صفا کړي او د امنیتي ځواکونو چېک پوسټونه دې ختم کړي شي. د پي ټي اېم مشر منظور پشتین وايي غوښتنې یې د پاکستان د ائین سره سمې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG