لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو پرضد د درغو تبلیغاتو روان کمپاېن ته سخت زیان اړولی: ډاکټر امتیاز


پیښور کې د جمعې په ورځ ماشومانو ته د پولیو پر ضد د څاڅکو ورکولو د کمپاېن په پنځمه ورځ هم د صحت محکمې چارواکو ګڼ شمیر ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کار جاري ساتلی.

د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په پرتله په پېښور کې دا ځلې دغه کمپاېن د شپږو وروځو لپاره اعلان شوی کوم چې به د خالي په ورځ پاېې ته رسیږی. د دغې وروسوته دوه ورځې به بیا هغه ماشومانو ته څاڅکي ورکړل کیږي کوم چې په روان کمپاېن کې د څاڅکو نه پاتې شوي وي.

د خېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د نور پاکستان په رنګ یواځې د دریو ورځو لپاره کمپاېن ترسره شوی وو. په یادو ضلعو کې بیا نن پاتې شوو ماشومانو له د څاڅکو ورکولو کمپاېن پاې ته رسیدلی.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې تر مخه په روان کمپاېن کې د پېنځه کالو د عمر ۷۶ لکه (۷.۶ میلینه) ماشومانوته د څاڅکو ورکولو حدف ټاکل شوی وو.

د پښتونخوا صوبې د پولیو لپاره د بېړني عملیاتو (ایمرجنسي اپریشن)سنټر فوکل پرسن یا ویاند ډاکټر امتیاز وي او ای ډیوه ته ویلي د تېرې ورځې (زیارت یا پنجشنبې) پورې۴۹ لکه (۴.۹ میلینه) ماشومانو ته یاد وېکسین ورکړل شوي.

د روان کمپاېن پر مهال په پښتونخوا صوبه کې د پولیو په اړه په سوشل میډیا او یو شمیر ځايي میډیا کې د ځنو خلکو لخوا د دروغو خبرونو یا تبلیغاتو له امله ګڼ شمیر ماشومان د پولیو د څاڅکو نه پاتې شوي. ډاکټر امتیاز وي او ای ډیوه ته ویلي وړاندې به په کمپاینونو کې دومره زیات ماشومان د څاڅکو نه پاتې کیدل د یادو درغو خبرونو له کبله په زرګونو میدنو او پلرونو خپل ماشومان د پېښور ښار لویو لویو روغتونونو ته بوتلل چې اثر يې په ټوله صوبه او پخوانیو قبایلي سیمو هم پریوتو. ډاکټر امتیاز زیاتوي په تیرو څو ورڅو کې د پولیو واېرس پرضد څاڅکو ورکولو ټیمونه یا خو ماشومانو ته وه نه رسیدل او یا والدینو د دغه څاڅکو ورکولو نه انکار کړی.

په پېښور ضلعه کې د روان کمپاېن په اړه ډاکټر امتیاز زیاته کړې په دې کې د لسو کالو عمر پورې ۱۶ لکه (۱.۶ میلینه) ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو هدفټاکل شوی. نوموړي ویلي چې یو ځل دغه کمپاېن سر ته ورسیږي او ټولې شمیرې مخې ته راشي نو وروسته به معلومه شي چې څومره ماشومانو ته وکسین ورکړل شوي او څومره پاتې دي.

د پولیو څاڅکو پرضد د درغو تبلیغاتو په اړه د صوبايي فوکل پرسن په وینا په وړومبۍ ورځ چې کوم ماشومان روغتونونو ته وړل شوي وو هغوي کې چاته هم کوم جسماني زیان نه دی رسیدلی او ټول د روغتونونو نه صحتمنده فارغ کړی شوي. نوموړي ویلي ددغې باوجود يې د وکسینو نمونې لیبارټرۍ ته لیږلې او چې نتیجه يې راشي نو بیا به يې د اولس سره شریکوي.

په راتلونکې کې د پولیو کمپاېنونو کې د مشکلاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر امتیاز وايي: ٫٫ زمونږ چیلنجونه به دومره زر نه ختمیږي، د هغې لپاره مونږ یو مربوط پلان جوړولو باندې کار کوو. د روژې میاشت کې به خلقو سره رابطې جاري ساتو. د خلکو اندیښنې به ختموو ځکه چې د پولیو څاڅکو پر ضد سخت تبلیغات شوي دي.٬٬

دا مهال په ګرده نړۍ کې د پولیو رنځ ختم شوی او یواځې په پاکستان او افغانستان کې پاتې دی. د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په پاکستان کې ۸ د پولیو کیسونه مخې ته راغلي چې یو یو په کراچۍ او لاهور او پاتې شپږ په پښتونخوا کې رپورټ شوي دي. په پاکستان او افغانستان کې پولیو ته د پښتنو ناروغي هم وېل کیږي ځکه په دغه هیوادونو کې د پولیو زیاتې پېښې یواځې د پښتنو په سیمو کې رامنځ ته کیږي.

د صحت کارپوهان وایي که یو ځل یو ماشوم د پولیو ښکار شي نو علاج یې نه کیږي خو د پولیو مخنیوی یواځې ماشومانو ته د ویکسینو ورکولو په صورت کیدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG