لاس رسیدونکی لینک

 
د پېښور پوهنتون خپل استاذان د مطبوعاتو سره د خبرو نه منع کړې دي
تازه خبر

د پېښور پوهنتون خپل استاذان د مطبوعاتو سره د خبرو نه منع کړې دي


په پېښور پوهنتون کې د ټولو څانګو، شعبو استا‏ذان منع کړی شوي دي چې په ميډيا، رسنيو به د چا سره هيڅ قسمه خبرې نه کوي او نه به په ټيلي ويژن، رېډيو او نه په ورځپاڼه کې د ليک د لارې خپل نظر شريکوي.

وي او ای ډيوه ته د پېښور پوهنتون د خبرتيا، نوټيفکيشن په ترلاسه شوې پاڼه کې رجسټرار د فيکلټايانو مشرانو، د بېلابيلو څانګو، شعبو مشرانو، د پوهنتون سره اړونده کالجونو اوسکولونو پرنسپلانو او د پوهنتون انتظامي مشرانو ته خبرتيا شوې ده.

پوهنتون ويلي د خېبرپښتونخوا د حکومت لخوا ورته د جولايي په ۲۴م نېټه خبرتيا شوې وه چې د ټولو دولتي ادارو چارواکي، مشران به په رسنيو هيڅ قسمه رايې نه ورکوي.

د خبرتیا په پاڼه کې ويل شوي د سرغړونې په صورت کې به د کارکوونکو پرضد محکمانه کارروايي کولی شي.

د خېبرپښتونخوا د لنډمهاله حکومت په وخت کې د جولايۍ په ۲۴م نېټه د صوبې ټولو دولتي، سرکاري ادارو مشرانو ته په لېږل شوي امر کې په رسنیو د خبرو نه کولو يا رايې نه ورکولو لارښوونه شوې ده.

د پېښور پوهنتون هم د دغه امر د لاندې استازان د خپلې نظر شريکولو څخه منع کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت له طرفه د جولايۍ د ۲۴ د خبرتيا په پاڼه کې ويل شوي چې دولتي چارواکي په میډيا، رسنيو خپل داسې نظرونه شريکوي چې هغه د سخت شکايت وړ او د حکومت دپاره د وارخطايۍ سبب ګرځي.

ويل شوي د خېبرپښتونخوا د حکومت د ۱۹۸۷م د قاعدې لاندې ټول دولتي چارواکي بې د اجازې نه شي کولی چې څه قسمه بيان يا رايې ورکړي.

د خبرتیا په پاڼه کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا حکومت د ۱۹۸۷م د قاعدې لاندې هيڅ يو دولتي چارواکی نه شي کولی چې په ورځپاڼه، ټيلي ويژن، رېډيو، ورځپاڼه باندې د غږ، ليک يا کالم د لارې په حکومتي پاليسيانو او سياسي شخړو باندې بحث وکړي.

په اخره کې ويل شوي چې څوک د دغه قاعدې سرغړونه کوي د کال ۲۰۱۱م د قانون لاندې به د هغوي پرضد کارروايي کیږي.

د خېبرپښتونخوا حکومت دولتي چارواکي په داسې حال کې د رايې يا نظر شريکولو څخه منع کړی شوي چې په پاکستان کې خبريالان په خپله وايي ميډيا د سخت سانسور، سنسرشپ او فشار سره مخ ده.

​په وروستيو کې د پاکستان یو شخصي ټیلي ويژن (جيو نيوز) د يو پروګرام کوربه طلعت حسېن په ټويټر ليکلي ؤ د هغه د پروګرام يوه برخه جې پکې په ټولټاکنو په درغلۍ بحث شوی ، د خپرول کېدو څخه منع کړی شوې وه، خو نوموړي بيا په خپله دغه ټیويټونه هم لري کړي دي.

دغه ډول جماعت اسلامي پاکستان په يو ټويټ کې ويلي ؤ، چې د مولانا فضل الرحمان يو ریکارډ شوی پروګرام نه ؤ چلولول شوی او دغه ګوند ياد عمل ته ناوړه عمل ويلي ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG