لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مېرمنې:  د لوبو په مېدانونو او لارو کوڅو کې ځورونو سره مخامخ کېږوو


ښځینه لوبغاړي وايي د ویرول کېدو له امله ډیرې جینکۍ لوبې پرېږدي او کورنۍ يې په کم عمرۍ کې واده کړي
ښځینه لوبغاړي وايي د ویرول کېدو له امله ډیرې جینکۍ لوبې پرېږدي او کورنۍ يې په کم عمرۍ کې واده کړي

په پېښور کې ځینې ښځینه لوبغاړې وايي د لوبو په مېدانونو او په لارو کوڅو کې جينکۍ لوبغاړي هم د ځورونو ښکار کيږي.

د ټېبل ټېنس لوبغاړي خديجه مبين وايي په خېبر پښتونخوا کې که جينکۍ د لوبو د جامو لاندې برقعې هم واغوندي هم ځورولی کيږي. هغه وايي اکثر د داسې ځورنو يا تنګولو د لاسه د جينکيو د لوبو نه زړه بد شي او لوبې پرېږدي. " دا خبره يقيني ده چې زمونږ ټولنه دا خبره نه مني. جينکۍ نه مني.

خدیجه مبین وایي لوبو ته د راوتو لپاره ډېرې هڅې کوي خو د جينکيو لپاره لویه ستونزه ځورول کېدل دي." دلته جينۍ محفوظه نه ده. او محفوظه د هغه خلکو نه نه ده کوم چې په دې جينۍ پسې اوازونه وباڅي او يا دا جينۍ وېروي دې لپاره چې بهر دا بهر راونه ځي او دا لوبې ونه کړي."

د پېښور د قامي کچې د ټېبل ټېنس بله لوبغاړي علشبه هميم هم وايي که جينکۍ برقعه واغوندي او بيا زدکړو له ځي يا لوبو له ځي نو هغوي ځورول کيږي. هغه د ټولنې هم د در رويي له وجې اکثر کورنۍ په کم عمرۍ کې د جينکيو ودونه وکړي.

علشبه همیم وايي "جينکيو لپاره لوبې خو ډېره لرې خبره ده زمونږ په ټولنه کې نن سبا جينکۍ سکولونه ته هم نه پرېښودلی کيږي. وړو جينکيو له په کم عمرۍ کې ودونه وکړي. او دا ځکه په کورونو کې يې چې کوم پلاران يا وروڼه وي د هغوې دې ټولنې نه اعتبار ختم شوی دی."

هغه وايي د جينکيو لپاره د ټولو نه لوی خنډ هم دغه ځورول کېدل دي. هغه وايي اکثر جينکۍ د داسې قسمه تنګولو پر ضد خپلو کورونو کې هم شکاېت نه کوي.

د ځورونو يا هراسمنټ نه بچ کولو لپاره د وفاقي محتسب ادارې په پېښور کې کمشنره يا چارواکې رباب مهدي وايي د دوي ادارې ته ښځې او جينکۍ د داسې قسمه ځورنو پر ضد شکاېت کولی شي. او د قانوني کاروايې د لارې د داسې خلکو مخه نيول کېدی شي.

رباب مهدي چې د پېښور په سپورټس کمپلکس کې يې لوبغاړو ته په دې حقله د پوهې غونډه کړې ده وي او ای ډيوه ته یې داسې وویل : "هغه ويډيوګانې کومې چې د دې ځورونو په حقله په رسنيو (ميډيا) او يا سماجي رسنيو (سوشل ميډيا) خپرولې کيږي په هغې کې ښځو ته هغه ځايونه نه ښودلی کيږي کوم چې د هغوي د تحفظ لپاره جوړ کړی شوي دي."

رباب مهدي وايي د ښځو د تنګولو په حقله خو اکثر ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو يا نورو رسنيو باندې خپرې شي خو څوک دا نه وايي چې د دې پر ضد کاروايي څوک کولی شي او د دې نه د تحفظ لپاره کومې ادارې دي؟

د خپلې ادارې د کار په اړه رباب مهدي وايي فوسپا يا د وفاقي محتسب دغه اداره يوه عدالتي اداره ده او چې دا د غريبانو عدالت ګڼل کېدی شي چېرته چې شکاېت هم ډېر په اسانه درج کېدی شي او د وکيل ضرورت هم نه وي او په شکاېت زر تر زر اورېدنه يا سپيډي ټراېل هم کيږي.

د مېرمنو د ځورونو پر ضد د وفاقي محتسب نه علاوه په خېبر پښتونخوا کې هم د محتسب يو دفتر کار کوي.

د خېبرپښتونخوا په دغه دفترکې مېرمنې کولی شي چې د کار په ځای کې د ځورونو يا د تنګولی په ضد شکاېت درج کړي. د محتسب دغه صوبايي اداره عدالتي اختيارات لري او د مېرمنو په ځورونو کې ککړ مجرم ته سزا هم اورولی شي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG