لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي فلم ریئس مشهوره پاکستانۍ هنرمنده د پېښور ځلمي استازې شوه


د پاکستان مشهوره فلمي هنرمنده ماهيره خان د پېښور ځلمي د براڼد سفيره شوه
د پاکستان مشهوره فلمي هنرمنده ماهيره خان د پېښور ځلمي د براڼد سفيره شوه

د هندي فلم رئیس مشهوره پاکستانۍ هنرمنده ماهیره خان د پېښور ځلمي استازې شوه او د پېښور ځلمي مالک جاوېد افريدي په خپل ټوېټر پېغام کې د ماهيره خان د فېصلې هرکلی کړی دی.

جاوید افریدي د حمزه علي عباسي هم هرکلی کړی دی چې د ماهیره خان ترڅنگ به د پاکستان سپر ليګ په راتلونکو لوبو کې د پېښور ځلمي د ټيم لپاره د برانډ د سفيرانو په هېڅ کار کوي.

"مونږه خپلو ښکلو سفيرانو ته تود هرکلې وايو او ورته لېواله يو" جاويد افريدی وویل.
ماهيره خان او حمزه علي عباسي ددې خبرې اعلان د نهې، سه شنبې، په شپه په لاهور کې د پېښور ځلمي ټيم په لوبغاړو کې د کټونو یا د ټیم د جامو د وېش دستوره کې اوکړو.

په دغه دستوره کې شريکو د پېښور ځلمي د ټيم لوبغاړو د ماهيره خان هرکلې اوکړو.

د پېښور ځلمي لوبغاړي کامران اکمل په خپل ټوېټر ليکلي "زه د خپلې خوښې هنر مندې ماهيره خان ته په خپل ټيم کې هرکلی وايم، هغه يوه ښکلې او تکړه اداکاره ده."

د دوي نه وړاندې د پېښور ځلمي د کرکټ ټيم سفيره هماېمه ملک وه.

ماهيره خان په مشهوره ډرامه 'همسفر' کې د خرد او د هند مشهور فلم 'رئيس ' کې د آسيه په نومونو پېژنګلو لري. او دغه کردارونه يي په ډېر ښکلي انداز سره تر سره کړي وو چې د ميلينونو مينه والو زړونه يي ګټلي.

د پاکستان دغه دواړه فلمي هنرمندان دا مهال په پنجالي فلم " مولا جټ ۳" کې کار کوي. د اتفاق خبره دا ده چې د پېښور ځلمي پخوانۍ سفيره هماېمه ملک هم په دغه فلم کې د ماهيره خان او حمزه عباسي سره کار کوي.

د پاکستان سپرليګ د کرکټ مقابلې به د فرورۍ د ۲۲ نه په دوبۍ کې پېل کيږي او لومړۍ مقابله به پکې هم د پېښور ځلمی او د ملتان سلطانز ترمينځه لوبېږي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG