لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په ژوبڼ کې پړانګ او شادو د میاشت نه په کمه موده کې مړه شول


د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت لخوا تیره میاشت پرانستل شوي چړیاګهر یا ژوبڼ کې تر دې دمه یو پړانګ او یوه شادو مړه شوي.

د دغه ژوبڼ ډاېرېکټر محمد علي شاه وي او ای ډیوه ته د دغه ځناورو مرګ یو قدرتي عمل ګڼي او وایي چې مړو شوو شادو او پړانګ عمرونه د لسو کالو نه سېوا وو ځکه مړه شوي.

د وي او ای ډیوه د یوې پوښتنې چې د دومره زاړه عمر ځناور ولې ژوبڼ ته راوړی شوي؟ ښاغلي محمد علي شاه په ځواب کې ویلي: ٫٫ مونږ دلته مرګ له نه وو راوستي خو چې په خپل مرګ مړه شوي نو مونږ څه کولی شو.٬٬

د چړیا ګهر ډاېرېکټر زیاته کړې د پړانګ د مرګ وروستو شوې صححي معاېنه کې داسې هیڅ څه خبره نشته چې ګنې د مرګ يې څه قسمه علتونه دي. خو دا يې منلي، د چړیا ګهر ځناور دلته راتلونکو خلکو د لاسه په ذهني اذیت او کړاو کې دي.

د نتهیا ګلي د قامي پارک نه رواړل شوی پړانګ (سنو لېپرډ) نن په دغه چړیاګهر کې خپل ژوند په داسې وخت د لاسه ورکړی چې په پېښور کې نن موسم ۲۸ ډګري سېنټي ګریډ وو او پوهان وايي دغه پړانګ د ۱۵ ډګري سېنټي ګریډ نه زیاته ګرمي نه شي زغملی.

د ځنګلي ځناور په اړه لیکونکی او خبریال ذولفقار علي بیا وي او ای ډیوه ته ویلي چې د پېښور موسم او بیا د خلکو رویه د دې ځناورو لپاره د برداشت نه ده. ذوالفقار علي وايي: ٫٫ د ماهرینو په نظر پړانګ د ۱۵ ډګري سېنټي ګریډ نه زیاته ګرمي نه شي برداشت کولی او د یخو سېمو ځناور د پېښور په ګرمۍ او وړو پنجرو کې بند ساتل دوي د مرګ خوله کې ورکول دي.٬٬

د وي او ای خبریاله سعدیه قاسم شاه په وینا دا مهال په دغه ژوبڼ کې یو مارخور په پښه ګوډ، د شترمرغ نه بڼې وتلي، یو ځو ورځې وړاندې یو ليوه یوه شادو هم په پنجره کې وژلې. دغه لیوه او شادو په یوه پنجره کې ساتل شوي وو.

د پېښور ښار دغه چړیا ګهر پرانسته د تیرې میاشتې په ۲۲مه نېټه شوې وه او لا ېې میاشت هم نه د پوره. د ذوالفقار علي په وینا دغلته راتلونکو خلکو د ځناورو سره بده رویه، په کاڼو ویشتل اوتنګول هم د دې ځناورو په صحت بد اغیز کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG