لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل خواستونه خارج کړل


د سني اتحاد کونسل متوقع ښځینه کاندیدانو صایمه خالد اؤ عاصمه کاکاخیل رسنیو ته ویلي چې هغوي به د پېښور هایکورټ پرېکړه سپریم کورټ کې چیلنج کوي
د سني اتحاد کونسل متوقع ښځینه کاندیدانو صایمه خالد اؤ عاصمه کاکاخیل رسنیو ته ویلي چې هغوي به د پېښور هایکورټ پرېکړه سپریم کورټ کې چیلنج کوي

د پېښور هایکورټ د جج اشتیاق ابراهم په مشرۍ پینځه کسیز لارجر بینچ د پارلیمان دځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل لخوا عدالت کې دایر شوي خواستونه خارج کړي دي .

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د سني اتحاد کونسل وکیل بیرسټر علي ظفر د بینچ په وړاندې خپلو دلایلو کې ویلي تر الیکشن مخکې له پي ټي‌ آي د بیټ انتخابي نخښه بېرته واخستل شوه خو پېښور هایکورټ تاریخي فیصله وکړه اؤ دغه نخښه بېرته تحریک انصاف ته ورکړل شوه.

هغه ویلي سپریم کورټ بیا د الیکشن کمیشن په حق کې فیصله ورکړه اؤ یو وارې بیا د بیټ نخښه له تحریک انصاف بېرته واخستل شوه.

بېرسټر علي ظفر ویلي سني اتحاد کونسل یو رجسټرډ ګوند دی اؤ خپله انتخابي نخښه هم لري، که الیکشن کې یې برخه نه ده اخستې نو دا دومره لویه خبره نه ده ځکه چې ځېنې وختونو کې سیاسي ګوندونه له الیکشن بایکاټ کولی شي.

د اوریدنې په مهال جج ښاغلي شکیل پوښتنه وکړه چې که الیکشن کې برخه وانه خستل شي نو بیا څه کیږي؟

بېرسټر علي ظفر وویل که یو ګوند انتخاباتو کې برخه وا نه خلي نو هغه بیا هم سیاسي ګوند وي اؤ دا ضروري نه ده چې ګنې کوم ګوند دې خامخا په الیکشن کې برخه واخلي .

هغه وویل د ایین په اریټیکل 17 کې د هر وګړي حقونه خوندي دي اؤ هر وګړی دا حق لري چې د کوم ګوند برخه جوړه شي یا خپل ګوند جوړ کړي.

هغه پخپلو دلایلو کې وویل چې سني اتحاد کونسل ته د پارلیمان ځانګړې څوکۍ نه دي ورکړل شوي اؤ الیکشن کمیشن په پارلیماني ګوند اؤ سیاسي ګوند کې د توپیر کولو په اړه کنفیوز دي خو د پرویز الهي په کیس کې د پارلیماني اؤ سیاسي ګوند تعریف شته.

جج ښاغلي ایس ایم عتیق پوښتنه راولاړه کړه چې که چرې ازاد امیدواران په پارلیمان کې رایو ځای شي نو ایا هغوي ته ځانګړې څوکۍ ورکول کیدای شي که نا ازاد امیداوران به کومې پارټۍ ته ننوځي؟

علي ظفر یې په ځواب کې وویل چې هر کله ازاد امیدواران په کوم ګوند کې شامل شي نو بیا ورته ځانګړې څوکۍ ورکول کیږي.

عدالت وویل، ځانګړې څوکۍ هله ورکول کیږي چې سیاسي ګوندونو عمومي څوکۍ ګټلې وي اؤ سني اتحاد کونسل هیڅ یوه څوکۍ نه ده ګټلې ، تاسو څوکۍ نه دي ګټلي نو ازاد امیدواران هم ستاسو ګوند کې نه شي شاملیدلی.

عدالت وویل، تاسو یو داسې ګوند کې شامل شوي ئ چې هیڅ یوه څوکۍ یې نه ده ګټلې ، دسني اتحاد کونسل مشر پخپله ددغه ګوند له لوري انتخاباتو کې برخه نه ده اخستې .

د اورېدنې په مهال د الیکشن کمیشن وکیل سکندر بشیر مومند عدالت ته ویلي چې د سني اتحاد کونسل لخوا عدالت کې دایر شوي خواستونه د ټولو اسمبلیو لپاره دي اؤ دا عدالت ددې خواستونو د اورېدنې اختیار نه لري ، هغه وویل چې په دې اړه سیند هایکورټ کې دایر کړل شوي خواستونه هم ددې خواستونو په څېر دي.

د الیکشن کمیشن د وکیل له دلیلونو اورېدو وروسته عدالت خپله پرېکړه خوندي کړه چې څه شېبه وروسته یې واوروله اؤ د سني اتحاد کونسل خواستونه یې په متفقه توګه خارج کړل.

د سني اتحاد کونسل متوقع ښځینه کاندیدانو صایمه خالد اؤ عاصمه کاکاخیل رسنیو ته ویلي چې هغوي به د پېښور هایکورټ پرېکړه سپریم کورټ کې چیلنج کوي.

د هغوي وینا وه چې دا د سني اتحاد کونسل ګوند د ښځینه کاندیدانو نه بلکې د ټولو ښځو د حقونو مسله ده.

الیکشن کمیشن تر دې وړاندې سني اتحاد کونسل ته د 20 ځانګړو اؤ درېوؤ اقلیتي څوکیو ورکولو نه انکار کړی ؤ

په 7م مارچ پېښور هایکورټ سني اتحاد کونسل ته د ځانګړو څوکیو د نه ورکول کیدو په ضد دایر خواستونو باندې تر 13 مارچ په ځانګړو څوکیو منتخب شوي غړي له سوګند کولو منعې کړي وؤ

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG