لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوز دیر پخوانی سول جج د جنسي زیاتي په الزام د عهدې څخه لرې کړی شو


د پېښور هايي کورټ نه جاري شوي يو امر تر مخه د سينیر سول جج جمشېد کنډي پر ضد د ناوړه عمل په لړ کې تحقيقات شوي وو

دپيښور های کورټ مشر د کوز دیر پخوانی سینیر سول جج د جنسي زیاتي په سر د دندې څخه لېرې کړی دی.

په کوز دیر کې مامور په دغه سول جج تېر کال یوې مېرمن د جنسی تېري تور لګولی و په ضد یې مقدمه درج شوي وه.

د پېښور هايي کورټ نه جاري شوي يو امر تر مخه د سينیر سول جج جمشېد کنډي پر ضد د ناوړه عمل په لړ کې تحقيقات شوي وو.

هايي کورټ وویل د پلټنو او د ښاغلي کنډي د ذاتي بيان نه وروسته هغه قصور وار وټاکل شو او د های کورټ د مشر یا چيف جسټس په امر د چوکۍ نه په جبري توګه لېرې کړی شو.

د دير په تېمرګره ښار کې د ماموریت په مهال یوې مېرمن په سول جج الزام لګولی و چې هغې سره یې د نوکرۍ لوظ او ور باندې یې جنسي تېری کړی و.

سول جج په اتم مارچ يعنې د ښځو په نړيواله ورځ د عهدې نه لرې کړی شو.

مدني فعاله پلوشه عباس وايي هغه ادارې چې ښځې ور له د انصاف دپاره ورځي هلته د داسې ډول خلکو موجوګي د افسوس وړ خبره ده.

پلوشه عباس وايي که څه هم د جنسي تېریو په اړه د خلکو پوهه زیاته شوي ده او دا خبرې مخې ته راځي خو اوس هم ډېر داسې ځايونه او معتبرې ادارې شته دی چېرته چې دا خبرې عامې دي خو په اړه یې څه نه وېل کېږي. "له بده مرغه څنګه چې زمونږ کلتور او ټولنه ده مونږ غواړو چې ښځه دې چپ شي او خبره دې ونه کړي."

د پېښور هايي کورټ وکيله نزهت تسکين د سول جج په اړه د های کورټ د فېصلې ستاینه کوي.

هغه وايي ښځې اکثر شکایت نه کوي او هم د دې له امله ځورول کېږي." دا ډېر ښه وشو. دا د خلکو لپاره يو سبق شو. يو څيز کله هم په پوره توګه نه شي ختمېدی او فرق پکي خامخا راشي. چې قانون مضبوط وي او په هغې عمل وي نو دې سره يوه وېره خامخا وي."

په سمدستي توګه نه دا ده معلومه چې د دندې څخه لېرې کړی شوي جج د های کورټ په فېصله څه درېځ و؟


XS
SM
MD
LG