د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل نهم) په روانو مقابلو کې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې سره سيالي په وروستي بال ګټلې او د (پلی اف) بل پړاو ته یې ځان رسولی دی.
له دې وړاندې د پېښور زلمي لوبډلې د کوټه ګلېډي اېټرز ته ماتې ورکړې او دویم پړاو (پلی اف) ته رسېدلې وه.
د کوټه ګلېډي اېټرز او لاهور قلندر ترمنځ سيالي تېره شپه په کراچۍ کې ترسره شوې، د لاهور لوبډلې پچه/ ټاس ګټلی او په لمړي بېټنګ کې یې په ټاکلو 20 اوورونو کې په څلورو لوبغاړو اوټ کېدو 166 رنزونه جوړ کړي وو.
په ځواب کې د کوټې لوبډلې د 20م اوور په اخري بال ټاکلی هدف پوره کړی او سيالي يې ګټلې ده، د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې هم څلور لوبغاړي اوټ شوي وو.
د کوټې لوبډلې ته په وروستي اوور کې 14 رنزونه پاتې وو، سعود شکيل او محمد وسيم جونير بېټنګ ته ولاړ وو، سعود د اوور په درېم او څلورم بال پرله پسې چوکې/ څلوريزې وهلي، په پينځم بال یې يو رنز جوړ کړی او په اخري بال چې څلور رنزونه پکار وو، وسيم جونير په شاهین شاه اپريدي چهکا/ شپږيزه وهلې او سيالي ګټلې ده.
د پي اېس اېل په روانو سياليو کې د لاهور قلندرز او کراچۍ کنګز لوبډلې د دويم پړاو پلی اف څخه بهر شوي دي.
پي اېس اېل نهم کې دفاعي چېمپين لس سیالۍ کړي او يواځې يوه سیالي یې ګټلې ده. کراچۍ کنګز په نهه سياليو کې څلور ګټلي دي.
اسلام اباد يونايټډ په لسو سياليو کې پينځه، پېښور زلمي او کوټه ګلېډي اېټرز په نهه، نهه سياليو کې پينځه، پينځه او ملتان سلطان په نهه سيالیو کې شپږ ګټلي دي.
Forum