د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ترهګرۍ غندنه کوي او دغه ترهګرۍ د قبلولو نه ده.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې (ای پي پي) ويلي، د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ نن په 24مه جولايۍ د کابينې غونډه شوې، او ويل شوي په وروستيو کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کې ترهګري سېوا شوې، د پوځ عسکر، پوليس او نورو امنيتي ادارو اهلکار پکې وژل شوي دي.
شهباز شریف ويلي، د ترهګرۍ تازه څپه د ملک پرضد منظمه سازش دی.
هغه زياته کړې، په تېر اتحادي حکومت کې یې د دفاع وزير خواجه اصف افغانستان ته سفر کړی وو.
د شهباز شريف په خبره، "دا څنګه ممکنه ده چې مونږ بغېر د کوم شکايت د دوی د ميلينونو خلکو (افغان کډوالو) مېلمستيا کوو، مونږ یې د وروڼو په څېر ګڼو کله مو بوج نه دي ګرځولي، خو په بدل کې یې په مونږ د ټي ټي پي بريدونه کيږي، زمونږ ملکي وګړي پکې وژل کيږي، د ملک امنيت او کاروبار اغېزمنوي، دا د قبلولو وړ نه دي".
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د پاکستان د وزیراعظم تازه څرګندونو ته کوم ځواب مخې ته نه دی راغلی.
پاکستاني چارواکي د اوږدې مودې نه په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.
په پاکستان کې د افغان طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکېب ویلي د ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه مخکې په پاکستان کې حملې کولې خو وايي کېدای شي چې د پاکستاني طالبانو ځنې عناصر په افغانستان کې پټ وي.خو معنا يې دا نه ده چې دطالبانو حکومت یا د افغانستان خلک يې ملاتړ کوي.
د بي بي سي پښتو سره مرکه کې د طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکېب ویلي، پاکستاني چارواکو ته يې ويلي چې د پاکستان په نورو سيمو کې هم حملې کيږي، خو مانا یې دا نه ده چې حمله کوونکي دې په افغانستان کې اوسېږي.
شهباز شريف ويلي، د هر ډول حالاتو مقابلې کولو ته تيار دي.
د کابينې په غونډه کې شهباز شريف په پاکستان تحریک انصاف ګوند نيوکې کړي او زياته کړې یې ده، د پي ټي آي د وېب پاڼې څخه د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر او د هغه د کورنۍ پرضد خبرې کيږي.
هغه ویلي، په نهمه مې یوې ډلې په ملک کې ګډوډی جوړ کړی وو، ټولو ته دغه هر څه معلوم دي، او نن هم دغه خلک د پاکستان او پوځ خلاف منظمه پروپېګنډا کوي، او دغه د قبلولو وړ نه دي.
خو د رپورټونو ترمخه د وزیراعظم په مشرۍ د کابينې په غونډه کې په تحریک انصاف ګوند د بنديز لګولو په اړه څه نه دي ويل شوي.
په 15مه جولايۍ د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ ويلي وو، حکومت په تحريک انصاف ګوند د بنديز لګولو، او په پخواني وزیراعظم عمران خان، په پخواني صدر عارف علوي او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر قاسم سوري باندې د ايين د شپږمې مادې لاندې د مقدمې جوړولو پرېکړه ده.
تحریک انصاف ګوند د حکومت د پرېکړې غندنه کړې وه.
Forum