لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خاطر اپريدي په یاد کې په جمرود کې ادبي غونډه وشوه


د غونډې برخه والو په یو متفقه قرارداد کې د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د لنډیکوتل په سدو خیل علاقه کې دې د خاطر اپریدی په مزار د حمزا بابا کمپلیکس په طرز ودانۍ جوړه کړي چې په راتلونکي کې پکې ادبی غونډې کېړي
د غونډې برخه والو په یو متفقه قرارداد کې د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د لنډیکوتل په سدو خیل علاقه کې دې د خاطر اپریدی په مزار د حمزا بابا کمپلیکس په طرز ودانۍ جوړه کړي چې په راتلونکي کې پکې ادبی غونډې کېړي

ګڼ شمېر شاعرانو اؤ ادیبانو د جمرود پښتو ادبي لیکوال تنظیم د نظارت لاندې د خیبر سره تعلق لرونکي شاعر خاطر اپریدی په یاد کې ادبی غونډه وشوه او په ځوان کلنۍ کې وفات شوي دغه شاعر چې اصل نوم یې مصري خان و هغه ته د عقیدت پیرزونې وړاندې کړی شوې او د هغه اؤ د هغه شاعرۍ او ادب ته د هغه د خدماتو ستاینه وشوه.

د جمرود پښتو ادبي لیکوال تنظیم مشر سکتر جاوید اپریدي وویل چې خاطر اپریدی بین الملي شخصیت دی چې صرف تر خیبر محدود نه دی بلکې د ټولو پښتنو د زړونو اواز او د ټولو مشترکه شاعر دی.

هغه زیاته کړه چې د خاطر اپریدی په یاد کې په نورو ګڼو ځایونو کې غونډې راجوړې کړی شوی اؤ د هغوئ ټولنې هم دغه غونډه خاطر اپریدی ته پیرزونې وړاندې کولو د پاره راجوړه کړې ځکه چې هغوئ غواړی چې خپل ادیبان اؤ اتلان په ښو ټکو یاد کړي چې افکار يې پښتون ولس ته ورسوول شي.

د جمردو غونډې ته د خپله وینا کې وتلی لیکوال پروفیسر اسلم تاثیر وویل چې خاطر اپریدئ د پښتو ژبې داسې شاعر دې چې په ټولو پښتنو کې اؤ د پښتونخوا نه بهر هم مشهور اؤ مقبول دی.

تاثير وویل د خاطر اپريدي د مقبولیت لوی سبب دا هم دي چې په شاعرۍ کې يې د عشق او د رومان ترڅنګ درد او محرومي هم شته.

هغه زیاته کړه چې خاطر اپریدی په ډیر کم وخت اؤ د سختې بیمارۍ په حال کې کومه شاعري تخلیق کړي اؤ کومې غزلې يې لیکلې هغې ګر خیبر له یوه ځانګړې پیژندګلو ورکړې بلکه د ټولو پښتنو ترجمانی یې کړې ده.

پروفېسر تاثير وویل خاطر "د پښتنو د زړه خبرې یې کړي اؤ ډیر په ساده اؤ عام انداز کې یې شعر رانغاړلې په کومه چې هر کس، که عامی دې اؤ که لوستې، استاد دی که شاګرد اؤ نارینا دی که زنانه، د هغوئ په زړونو نیغ په نیغه اثر کوي".

د باړې ځوان لیکوال په دغه د خاطر اپريدي په یاد کې غونډې ته ویل چې څوک هم په پښتو ژبه پوهیږی نو خاطر اپریدې پیژني. هغه زیاته کړه چې د خاطر اپریدی یا نورو شاعرانو اؤ لیکوالانو په یاد کې دغه قسمه غونډې راجوړول ځکه ضروری دي چې ځوان کول ته خپل اسلاف ورپه یاد شي او د هغوی په اړه د تحقیق شوق يې رابیدار شي.

د غونډې برخه والو په یو متفقه قرارداد کې د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د لنډیکوتل په سدو خیل علاقه کې دې د خاطر اپریدی په مزار د حمزا بابا کمپلیکس په طرز ودانۍ جوړه کړي چې په راتلونکي کې پکې ادبی غونډې کېړي.

خاطر اپریدی په کال نولس سوه یو کم دیرشم کې د ذخه خیل قوم په سدو خیل تپه کې د اکبر خان په کور کې زېږېدلی و. هغه په نونسوه اته شپېتم کې د دق رنځ سره د لسو کالو مبارزې نه پس په حق ورسېدو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG