لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بیډ نمبر ٢٨ مصنف ، شاعر رياض تسنيم  سخت ناروغه، بې وسه پروت دی


د پښتو ژبې تکړه شاعر او نقاد رياض تسنيم د ځيگر د ناروغۍ د لاسه د کراچۍ په یو سرکاري روغتون کې د مرگ د خطر سره مخ دی. دهغه د کورنۍ غړي او ملگري وايي که چري د تسنيم د درملنې چټک غور او نه شو نو ژوند به وبايلي.

د ښاغلي تسنيم سره د روغتون په کوټه کې موجود یو پښتون ليکوال خالق داد اميد وي او ډیوه ته اوویل تسنيم یوه اونۍ د مخه د بې هوشۍ په حال کې روغتون ته رسول شوې ؤ. اميد د ډاکټرانو د خلې وايي:

" د رياض ځيگر زيړي ډیر سخت خراب کړی دی"

د تسنيم میرمن فایزه شاه وي او ای ډیوه ته اوویل په کراچۍ کې د تسنيم درملنه په سنده انسټي ټیوټ اف یورولوجي اینډ ټرانسپلانټېشن کې امکان لري خو دويي بې وسه دي، هغه وايي:

"ډاکټرانو د ځیگر یو عطیه کونکی تن او ٦٥ لاکه روپۍ غوښتلي دي"

د رياض تسنيم میرمن د ډیوه سره په خبرو کې گيله اوکړه چې مېړه یې پښتو ژبې ته ډېر خدمت کړی دی خو اوس چې هغه په خپله د مرگ د خطر سره مخ دی نو چا یې تپوس او نه کړو.

رياض تسنيم تراوسه پينځه کتابونه دا کوم رنگ مې کشيد کړی (شاعري)، چندڼ (شاعري) زه که دا وارې اوده شوم (شاعري)، د خوشحال انتخاب او بیډ نمبر ٢٨ (نثر) ليکلي دي. بیډ نمبر ٢٨ هغه څو کاله د مخه د خپلې سختې ناروغۍ په حال کې په روغتون کې لیکلی ؤ، هغه ٢٨ ورځې په روغتون کې داخل ؤ.

د رياض تسنيم د کمک لپاره د هغه شاعرانو ملگرو، ممتاز اورکزي، صابرشینواري، قاضي منظور موساخېل او ځيني نورو په فیس بک اپيل کړی دی.

تکړه شاعر ممتاز اوزکزی ليکي:

"زما يار ،زما لالا، د معاصر پښتو غزل يو معتبر نوم .رياض تسنيم صيب ناروغه دی د (کوما) په حالت کې دی .ډاکټران هم څه ډير خوشبين نه دي .ملګرو د زړه له تله دعا اوکړئ چې پاک الله دې تسنيم صيب ته کامله شفا نصيب کړي...امين"

صابر شینواري د تسنيم د ناروغۍ ورستو په پخپل فیس بک پاڼه ليکلي دي:

"داسې خلک په پیړیو کې یو ځل پیدا کیږي. هغه هیڅکله هم د لفظ د کاروبار په بدل کې خپلې دکاندارۍ ته وده ورنکړه او نه یې د لفظ او ژبې په حرمت سودا وکړه. ځکه خو نن په تش جیب د سرکاري هسپتال په شلیدلي بیډ پروت دی او د مرگ سره ډغرې وهي"

اميد وايي د رياض تپوس ته د کراچۍ د شاعرانو نه علاوه په کراچۍ کې د افغان کونصلگرۍ چارواکي ورغلي وو او د افغانستان د پکتیا والي شمیم کټوازی زر ډالره کمک ورلیږلی دی.

وتلي پښتون دانشور ډاکټر خادم حسېن په خپل یو مضمون کې د رياض تسنيم د شاعرۍ په حقله ليکي:

"دجذبو حساسیت د هغه د تخليق د تشبیهاتو او تلميحاتو ځانگړتیا کې څرگنديږي، د پښتو د کلاسيکي شاعرۍ د نرم رویه مزاحمتي څړيکې نه پرته یوه زړه راښکونکې رزمیه وړاندې کوي"

د پښتو ژبې یوبل وتلی شاعر محمود ایاز په خپل یو مضمون کې ليکلي دي:

"هغه چې په مزه مزه د خپل ذات غوټۍ خلاصوي. او د خپل وجود له کربه ډکي سندرې او بابولالي وائي. د هغه په ذات کي څومره مايوسياني او محرومياني مېشته دي؟ د هغه په داخل کي څومره کرب او اذيت دى؟ څومره ناتمام وهم او خوف د هغه په ذات کي ساوي اخلي؟ له دغو ترخو حقيقتونو سره هغه خپله په ښه شان اگاه دى"

د رياض تسنيم یو نظم

هغه وخت چې زمونږ دَ نيکونو پټکي نيلامېدل
او زمونږ دَ مياندو دعا گانې بې اثره کېدې
اؤ زمونږ د انگورو او انارو باغونو
او زمونږ دَ ماشومانو ځانگوټيو يو شان غرغنډې وهلې
مونږ لگيا وو دَ يو بل ږيرې مو ناپ کولې
اؤ دَ يو بل پۀ مسلمانۍ مو گزونه ايښودل
------
چرته چې ډوډۍ نۀ وه
اؤ چرته چې دَ خود کشيو دَ خبرونو نه اخبارونه ډک پراتۀ وو
اؤ چرته چې ارمانونو پۀ سينو کې غټ غټ غارونه کړى وو
اؤ چرته چې تهذيب پۀ کوڅو کښې پښې ابله پښې روان وه
اؤ چرته چې دَ جهالت سمندر موجونه وهل
هلته د ا ېټم پۀ کاميابه تجربو شيرينى وېشل کېده
اؤ قامې مشران، دانشوران، شاعران
اؤ تردې چې د خدائې دَ پُرامن اؤ پر نور دين وعظ کوونکى
مليان لگيا وو پۀ يو اواز ئې يو بل ته مبارکۍ ورکولې
شور دومره وۀ
چې دَ شپونکى دَ شپيلۍ دَ سوز اؤ دړد نه ډک اواز
اورېدو ته هډو څوک تيار اؤ وُزگار نۀ وو
------
خوشحال خټک ته وايه
دَ تورمخى اورنگ پۀ شونډو يوه طنزيه مسکا خوره ده
اؤ دَ سرکارى ټى وى پۀ وړوکى شان سکرين زمونږ
دانش دَ وېنو خوړليو کتابونو دَ ورستو ورستو پاڼو
دَ ډېرى نه زيات حېثيت نۀ لرى
اؤ دَ اولو الامر دَ اطاعت مقابله روانه ده
او زمونږ خالى کوپړۍ دانشوران دَ خپل وجود نه يوه
لوېشت وړاندې لار نۀ وينى
اؤ پۀ خپل دې حالت بېخى مطمئن دى
------
مونږ پۀ ځان عجيبه عجيبه ظلمونه کړى دى
مونږ دَ بل دَ پاره دومره چغې وهلى دى
چې اوس مو خپلې مرۍ ناستې دى
زمونږ شونډې برابر خوځى خو خپل اواز مو وانۀ ورېدۀ
------
ګليليو٫٫ لېونے،، شوے وۀ چې وئيل ئې
نمر ساکن دے او زمکه چورلى،،
زمونږ دَ صديو تجربه ده
زمونږ پۀ سر صرف نمر چورلى نمر
يخ پخ نمر
اؤ زمونږ دَ برخې زمکه بېخى پۀ يوۀ ځائې ولاړه ده
زمونږ رگونه دَ ډېر يخ نه تک شنۀ تښتېدلى دى
اؤ زمونږ سوچونه لکه دَ واورې منجمد چمان دى

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG