لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کېنډا کې ۱۰ کسان په چاړه وژل شوي


Canadaپولیس د چاړه په حملو کې د مشکوکو کسانو پېژندګلو د ۳۱ کلن ډېمین سېنډرسن او د ۳۰ کلن مایلز سېنډرسن په نومونو کړې ده
Canadaپولیس د چاړه په حملو کې د مشکوکو کسانو پېژندګلو د ۳۱ کلن ډېمین سېنډرسن او د ۳۰ کلن مایلز سېنډرسن په نومونو کړې ده

په کېنډا کې ۱۰ کسان د چاړه په حملو کې وژل شوي دي او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د وژنو په لړ کې پولیس د دوو مشکوکو کسانو د معلومولو کوښښونه شروع کړي دي.

د کېنېډې په سسکېچوان صوبه کې د چاړه په حملو کې ۱۵ نور کسان زخمیان شوي هم دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د تشدد دغه پېښې د انډېجېنس یا مقامي اوسېدونکو په یو کلي کې شوي دي. په شا خوا سیمه کې بېړنی حال اعلان شوی دی.

پولیس ويلي د چاړه په حملو کې د مطلوبو دوو مشکوکو کسانو موټر د حملو د ځای نه د ۳۳۵ کلومېټره په فاصله په رجاینا ښار کې لیدل شوی دی.

د رجاینا د پولیس مشر د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل ګمان کوی چې مشکوک کسان په رجاینا کې دي.

د سسکېچوان د پولیس مشر د رجاینا اوسېدونکو ته د ټوېټر دلارې خبرداری وکړو چې خپل حفاظت دې وکړي، نااشنان خلک دې د ځان سره موټر کې نه کښېنوي او د مشکوکو کسانو په اړه دې پولیس ته اطلاع ورکوي.

پولیس د چاړه په حملو کې د مشکوکو کسانو پېژندګلو د ۳۱ کلن ډېمین سېنډرسن او د ۳۰ کلن مایلز سېنډرسن په نومونو کړې ده.

د چارواکو په قول د حملو ښکار ځینې خلک حمله کونکو پېژندل خو ځینې نور کسان په ناتاره ډول په هدف شوي دي.

د ای پي د رپورټ ترمخه په سسکېچوان صوبه کې په چاړه د لسو کسانو وژنه د کېنېډې په تاریخ کې د ډله ايزو وژنو څخه یوه ده.

په ۲۰۲۰ کې د پولیس په دریشۍ کې یو تن مسلح تن په نوا سکوشا صوبه کې ۲۲ کسان ووژل. په ۲۰۱۹ کې د کېنېډې په ټورانټو ښار کې یو تن په خپل موټر ۱۰ کسان ووژل. ای پي وايي ډله ايزې وژنې په کېنېډا کې دومره عامې نه دي څومره چې په امریکا کې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG