د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې پوليس ویلي په عملياتو او جګړه کې يې دوه ترهګر وژلي دي.
د لکي مروت پوليسو وي او اې ډيوه سره په شريک کړي بیان کې ويلي، پوليس او د بنو د ترهګرۍ ضد ځواک په ګډه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو چې په عباسه خټک نومې علاقه کې د ترهګرې ډلې غړي حرکت او په عباسه خټک پوليس څوکۍ او ډاډيواله تاڼه د حملې منصوبه بندي کوي.
پولیس وویل يادې علاقې ته چې د پوليس او ترهګرۍ ضد ځواک ټيمونه ورسېدل، د مخالفه اړخ نه پرې "ترهګرو" د لاسي بمونو سره حمله وکړه او بیا د دواړو خواو د ډزو تبادله شروع شوه چې د 20 نه تر 25 منټه جاري وه.
د پولیس په قول په ډزو کې د لاقانونه ترهګرې ډلې ټيپوګل ګروپ دوه مهم ترهګر وژل شوي دي او نور څلور پينځه ترهګر د شپې په تياره کې د غرونوپه لوري وتښتېدل.
د پوليس په بيان کې دعوه شوې، د وژل شوو ترهګرو څخه دوه کلاشنکوفونه، اته ميګزېنې يا جاجرې، کارتوس او لاسي بمونه ترلاسه کړل شوي او د تښتېدلو ترهګرو د لټون دپاره عمليات روان دي.
په عملياتو کې پوليسو ته د زیان څه نه دي ويل شوي.
د لکي مروت پولې د پنجاب میانوالي د پښتونخوا د نورو ضلعو کرک، بنو، جنوبي وزیرستان ټانک او ډیره اسماعیل خان سره لګېدلې دي.
د 12 او 13مې مې په مينځنۍ شپه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو هم په يوه نښته کې د تحریک طالبان پاکستان د دوو وسله والو وژلو دعوه کړې وه.
د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او پرضد عملیاتو کې یې د ترهګرو په ګډون 430 کسان وژل شوي دي.
د ادارې د رپورټ ترمخه په دې کې د عامو خلکو او د امنیتي ځواکونو له ډلې څخه د وژل شویو کسانو شمېر 281 وه.
دغه ډول تر ټولو نه زیاته ترهګري یعنې92فیصده پېښې بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو کې رپورټ شوې او د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې د ناامنۍ څخه زياتې اغېزمنې پاتې شوي دي.
Forum