لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د ټي ټي پي په برید کې ژوبل شوي پوليس افسر ژوند د لاسه ورکړی


د پوليس سب انسپکټر ګل جلال جنازه
د پوليس سب انسپکټر ګل جلال جنازه

پېښور کې درې ورځې وړاندې د نامعلومو وسله والو په ډزو ژوبل شوي پوليس سب انسپکټر ګل جلال ژوند د لاسه ورکړی دی. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په پوليس افسر د برید زمه واري منلې ده.

د پېښور پوليسو په وينا ګل جلال د جمعې په ورځ د مترې تاڼې په علاقه کې سهار نمانځه له تلو چې نامعلومو موټر سايکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړې او سخت ژوبل يې کړو.

پوليسو ويلي ګل جلال پينځه ډزه لګېدلی وو او روغتون ته منتقل کړی شوی وو.

ټي ټي پي مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې ويلي، وسله والو یې پوليس افسر په نخښه کړی وو.

د پېښور پوليس ويلي، د ګل جلال درملنه په روغتون کې روانه وه خو د ګل، دوشنبې، په ورځ یې ژوند د لاسه ورکړو او جنازه یې اداره کړی شوې ده.

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر اختر حیات ګنډاپور ويلي، د وژل شوي پوليس افسر وينه به بې ځايه نه ځي او په پېښه کې ککړ ملک دښمنه عناصر به زر منتطقي انجام ته ورسول شي.

نوموړي د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د وژل شوو پوليسو د ورځې نمانځلو په مناسبت ويلي وو، "که په صوبه [خېبرپښتونخوا] کې نن امن قايم دی نو د پوليس د قربانو په نتيجه کې دی".

د پوليس د شمېرو ترمخه د تېرو اته کلونو په مقابله کې په صوبه کې د پوليس وژنې يو په دوه سېوا شوي دي.

روانه میاشت د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې سږ کال په پوليس تر ټولو خونړی بريد په 30مه جنورۍ شوی وو.

په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګي بريد شوی د 80 نه زیات کسان پکې وژل شوي زياتره یې پوليس وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس شمېرو ترمخه تېر کال په 2022م کې صوبه کې 55 پوليس اهلکار او په 2021م کې 44 پوليس اهلکار وژل شوي وو. چارواکي وايي دا هغه شمېرې دي کومو پوليسو ته چې شهدا پېکج ورکړی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا پوليسو ویلي وو، د کال 2006م نه راپدېخوا کال 2009م د خېبرپښتونخوا پوليس دپاره تر ټولو خونړي کال وو، په دغه کال 209 پوليس اهلکار وژل شوي وو.

د پوليس شمېرو ترمخه تراوسه پورې ټولو زياتې پوليس وژنې په پېښور کې شوي 358 پولیس وژل شوي، په دويم نمبر ډېره اسماعيل خان کې 221 او بنو کې 211 پوليس وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG