د امریکې په نیوجرزي ریاست کې د یو جومات امام په ډزو وژل شوی دی او پولیس ویلي لا یې څوک نه دي ګرفتار کړي او نه یې داسې څه ثبوت موندلی چې امام د مسلمانانو نه د نفرت په بنیاد وژل شوی.
امام حسن شریف په موټر کې و چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د نیوجرزي ریاست په نوارک ښار کې د مسجد محمد نومې جومات نه بهر سحر شپږ بجې چا په ډرو وویشتلو. دا خبره د ایسېکس کاونټۍ حکومتي وکیل ټېډ سټیونز خبري کانفرنس ته وکړه.
سټيونز وویل شریف په زخمي حالت کې هسپتال ته منتقل کړی شو او د شورو، چهارشنبې، په ماسپښین یې ساه ورکړه.
اټارني جنرل مېټ پلېټکن وویل د نړیوالو حالاتو له امله په امریکا او په نیوجرزي کې نورو ټولنو او د مسلمانانو په ضد تعصب کې د اضافې په نتیجه کې د امام د وژل کېدو خبر د خلکو ویره او تشویش زیات کړی دی.
د اسرایل او د حماس د جنګ په ترڅ کې امریکايايي چارواکي وايي په هېواد کې د مسلمانانو او د یهودیان خلاف تعصب زیات شوی دی.
پلېټکن وویل په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په تناظر کې د امریکې قانون نافد کوونکو ادارو د عبادت ځایونو او په خصوصي توګه د مسلمانانو او د یهودیانو عبادتخانو سره رابطې زیاتې کړي دي.
حسن شریف د تېرو پنځو کلونو راهسې د مسجد محمد امام و او په نوارک کې د امن ساتنې دپاره د ټولنېزې هم اهنګۍ په هلو ځلو کې شامل و. دا خبره نوارک د پبلېک سېفټي یا د ولسي امنیت د څانګې مشر فرېټز فرېج وکړه.
هغه وویل د امام شریف د وژنې درد شریکوي او لوظ کوي چې د هغه د قتل د تحقیقاتو دپاره به ټول ممکنه وسایل استعمالوي.
په امریکا کې د مسلمانانو د شهري حقونو دپاره کارکوونکي غېر حکومتي تنظیم کاونسل ان امېرېکن اسلامک رېلېشنز، کېیر، د نیوجرزي څانګې وویل شریف د مشرۍ او د بهترین کار "ځلانده" علامت و. کېير وویل که څه هم په امام د حملې په شا محرکات لا نه دي معلوم خو جوماتونه دې احتیاط کوي او خپلې دروازې دې خلاصې ساتي.
پلېټکن وویل د نیوجرزي ریاست د نهه مېلین ابادۍ 320000 اوسېدونکي مسلمانان دي.
د شورو، چهارشنبې، د ورځ د پېښې نه پس په نیورجرزي ریاست او په نوارک ښار کې حکومتي مامورینو د مسلمانانو ټولنو سره رابطې وکړې. پلېټکن وویل که د چا څه غوښتنه وي او که څوک ویره محسوسوي نو دوی سره دې رابطه وکړي چې په دې لړ کې د ضرورت ګامونه واخلي.
Forum