لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: شاولیکوټ کې د پولیوکمپاین په مهال طالبانو سره په تماس کې وو


د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د پولیو په ضد کمپاین پای ته رسېدلی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وایي، د دې کمپاین د کامیابۍ لپاره یې د وسلوالو طالبانو له مشرانو سره هم خبرې کړې وې.

په دې ولسوالۍ کې تېر کال د پولیو ۵ مثبتې پېښې درج شوې دي، چې دا د نړۍ په یوه سیمه کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د کندهار د روغتیا چارواکي وایي، د دې ولایت په ځینو ولسوالیو خصوصاً په شاولیکوټ کې د پولیو وایرس ډېر په چټکۍ خپرېږی، دوی اړتیا لري چې د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ په ضد د واکسین کېدو درې پراخ کمپاینونه تر سره شي، چې د دې زیانمنې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

د کندهار د روغتیا ادارې د یونیسیف او د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په مرسته د پولیو په ضد د پیل شوي کمپاین لومړنی پړاو د چارشنبې په ورځ پای ته رسولی، چې په شاولیکوټ، میانشین او نېش سیمو کې تر سره شوی او ۴۳۰۰۰ ماشومانو ته پکې له دې ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همږغي کوونکي ټوني لېنزر په شاولیکوټ کې د پولیو د تر سره شوي کمپاین په اړه اعلامیه خپره کړې او وایي د پولیو اوسنی کمپاین چې په کامیابۍ تر سره شو، سبب یې دا وو چې د کمپاین په مهال له طالب مشرانو خصوصاً د روغتیا په برخه کې د هغوی له ذمه وارو کسانو سره په رابطه کې وو.

په کندهار کې د پولیو کمپاېن کې برخه اخستونکې ښځې
په کندهار کې د پولیو کمپاېن کې برخه اخستونکې ښځې

د کندهار د روغتیا د ادارې له چارواکو او د سیمې له مشرانو یې مننه کړې، چې د واکسین له ۵۰۳ تنو کارکوونکو سره یې مرسته کړې ده. ټوني هیله څرګنده کړې، چې دا کمپاین په دې اوونۍ کې په بریالیتوب سره بشپړ شي.

افغانستان د نړۍ په هغو درو هېوادونو کې شامل دی، چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا په بشپړه توګه نه ده ځنې پاکه شوې. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هږغی کوونکی ټوني وایي، د ملګرو ملتونو یو لوی هدف دا دی، چې په نړۍ کې د پولیو ناروغي ختم شي.

ټوني وایي د ملګرو ملتونو ټول دفترونه هڅه کوي، چې په أفغانستان کې پر ناامنۍ برسېره د روغتیا له چارواکو سره مرسته وکړي او په هره سیمه کې د پولیوضد کمپاینونه په سم وخت تر سره کړي.

ټاکل شوې ده چې د یونیسیف دفتر په روان ۲۰۱۸م کال کې أفغانستان ته د ګوزڼ ناروغۍ ۱۰۰ میلینه خوراکه واکسین برابر کړي.

شاولیکوټ د کندهار هغه سیمه ده، چې وسلوال طالبان پکې زیات فعاله دي او د ناامنۍ له امله پکې تېر کال د پولیو کمپاین له ستونځو سره مخ وو. وسلوالو طالبانو تېر کال د شاولیکوټ په شمول هلته په نورو هغو سیمو کې هم د پولیو یا ګوزڼ په ضد د واکسین پر کمپاین بندیز لګولی وو، چې دوی پکې زیات فعاله وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG