پروډيوسر: محمد منير
ليك: نورالبشر نويد
ډرامه: د ژوند لار(اتم ټوک)
که یوخوا خلک د پولیو د څاڅکو په اهمیت پوهه دي او خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکوي خو بیا هم ځنې خلک او کورنۍ شته چې لا هم د کم علمۍ له امله دخپلو ماشومانو ژوند د ټول عمر د معذورۍ سره مخ کوي. ناوې چاچي هم دغه خلکو ډیره غصه کړې او په غصه کور ته راغله. خو مرزا ګل کاکا د چاچي غصه کموي او ناپوه خلکو پوهه کولو پسې ځي. نوره قیصه په نني ټوک کې واورۍ.