لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسیاسي اؤ اقتصادي بې ثباتۍ له امله پاکستان کې د ونډو بازار په ښکته تللی دی


پوهان وایي پاکستان ته د سیاسي بې باورۍ،د امن دخراب صورت حال او د حکومتی پالیسو له امله هم سرمایه کاري نه راځي او د هغې اثرات بیا د پاکستان په سټاک ایکسجېنج ښکاره شوي
پوهان وایي پاکستان ته د سیاسي بې باورۍ،د امن دخراب صورت حال او د حکومتی پالیسو له امله هم سرمایه کاري نه راځي او د هغې اثرات بیا د پاکستان په سټاک ایکسجېنج ښکاره شوي

په پاکستان کې د سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ونډو بازار غورځيدلی او د زیارت په ورځ په دې کې 488 درجې کمی لیدل کیږي.

اقتصادي پوهان وایي په پاکستان کې د سیلاب له وجې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او د سیاسي بې باورۍ له امله د پانګوالو اعتماد کم شوی.

پوهان وایي پاکستان ته د سیاسي بې باورۍ،د امن دخراب صورت حال او د حکومتی پالیسو له امله هم سرمایه کاري نه راځي او د هغې اثرات بیا د پاکستان په سټاک ایکسجېنج ښکاره شوي .

د سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله د پاکستان سټاک ایکسچېنج نن د نیمایي ورځې پورې 488 درجی غورځېدلی ؤ او اقتصادي پوهان وایي مالیاتي منفی اشارو او د سیلابونو له وجې د اقتصادي تاوان له امله هم کاروباري هلو ځلو ته نقصان رسي او د پانګه والو باور کم شوی دی.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې مستقل سیاسي اړی ګړی روان دی او بیا د سیلاب له وجې چې اقتصاد ته کوم نقصان رسیدلی د هغې له امله هم کاروباري هلې ځلې اغیزمنې شوې.

"د سیلاب سره سره په پاکستان کې چې کوم غیر یقیني صورت حال دی د هغې له وجې دې ته نقصان رسي او بیا د ونډو بازار نیغ په نیغه د سیاسي ثبات سره تړلی وي او بیا پانګوال هم راتلو ته تیار نه وي"

د پاکستان سټاک ایکسچېنج د ویب پاڼې تر مخه نن په کاروباري ورځ په بازار کې مثبت رجحان و، په سمدستي توګه دا منفي اړخ ته لاړو او د ونډو بازار د نیمایي ورځې پورې 488 درجې په ښکته راغلی و.

ویب پاڼه وایي نن د سر د 100کمپنیو کاروبار په 40969 باندې شروع شوی و خو د اخري اطلاعاتو راتلو پورې کاروبار په 40426 باندې روان و او په دې کې 543 درجې کمی راغلی و.

اقتصادي پوهان وایي د سیلابونو له وجې د پاکستان اقتصاد ته په غټه کچه زیان اوښتی دی او د ملګرو ملتونو له خوا چې د سیلاب ځپلو خلکو دپاره د 16 کروړه امداد اپیل شوی و هغه هم نه دی پوره شوی .

د اقتصاد ماهر او خبریال وکیل رحمان وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان اقتصاد د وړاندې نه کمزوری و او دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پور د پروګرام د بحالۍ وروسته ملګرو هېوادونو چې کومې ژمنې کړې وې هغه هم نه دی پوره شوې او له سیلاب وروسته شوو وعدو ته هم عملي شکل نه دی ورکړی شوی چې له وجې یې اقتصادي چیلنجونه زیات شوي دي.

"د‌مالي مرستو د کمي له وجې کرنسي مارکیټ کې هم حالات خراب دي، سټاک مارکیټ کې کاروباریان هم په تشویش کې دي او د سیاسي خرابو حالاتو له امله هم په کاروبار اثرات شوي دي"

د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په وړومبیو دوو میاشتو کې غیر ملکي پانګونې 26فیصدي کمې شوي او 247 ملينه ډالره پانګونې شوې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG