د عیسایانو د کېتولیکې کلیسا مشر پوپ فرانسس له افغانستان سره د خپل نیژدېکت څرګندونه کړې چې پکې د تېرې جمعې زورورو سېلابونو په سلګونو خلک مړه کړي او زرګونه یې بې کوره کړي دي.
پوپ فرانسس نن د چارشنبې- شورو په ورځ خپلو پیروانو ته د عمومي وینا په مهال د بغلان په سېلابونو کې مړه شویو خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا وکړه:
"زه خپل فکر د افغانستان خلکو ته ور اړوم چې مرګوني سېلاب ډېر بد اغېزمن کړي او د ماشومانو په ګډون د ډېرو خلکو ژوند یې اخیستی دی او سېلاب د ډېرو خلکو کورونه تباه کړي دي".
پوپ فرانسس له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له سېلاب ځپلیو کورنیو سره سمدستي د خوراک او نورو چارو په برخه کې بیړنۍ مرستې وکړي او له زیان سره مخامخ کسان وژغوري.
په بغلان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو ادارې مشر محمد ابراهیم عمري وايي، یواځې په دې ولایت کې سېلابونو 315 تنه مړه کړي، 1,630 تنه ټپیان کړي او 2,600 کورونه یې تباه کړي دي، خو وایي لا هم د پلټنې عملیات روان دي کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري ایجنسۍ مشر مولوي ضیاءالحق حقمل بیا وایي د سېلابونو له کبله 165 کسان مړه، 265 کسان ټپیان، تر 4000 زیات کورونه تباه شوي او څه باندې 2000 کورونه برسېرن زیانمن شوي او 1000 څاروي مړه شوي دي.
د طالبانو حکومت له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یوه ځانګړې کمېټۍ جوړه کړې ده او د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې یې هغه زر کسان ژغورلي دي چې د سېلابونو له خطرسره مخ وو.
نن بیا د بغلان په شمول د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سېلونو د راتلو اټکل شوی دی.
که څه هم د طالبانو حکومت د رییس الوزرا یا وزیراعظم اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی بغلان ته تللی او سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو ژمنې یې کړې دي، خو زیانمن خلک وايي لا ورسره د اړتیا وړ مرستې نه دي شوي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum