لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په افغانستان کې غربت د کم عمره جینکو ودونه زيات کړي 


د بيلا بيلو مرستندويه ادارو د معلوماتو تر مخه د طالبانو په اته مياشتنۍ دوره کې د 120,000 نه زيات ماشومان د پيسو د ورکړو راکړو ښکار شوي دي
د بيلا بيلو مرستندويه ادارو د معلوماتو تر مخه د طالبانو په اته مياشتنۍ دوره کې د 120,000 نه زيات ماشومان د پيسو د ورکړو راکړو ښکار شوي دي

د څو مياشتو راهسې مېرمن پښتنه خپله څوارلس کلنه لور زرغونه د ودلو نه انکاري وه خو اوس یې د زرغونې د ودولو فېصله کړې ده.

پښتنه وي او ای ته د کندهار نه په ټيليفون ويلي “ما ته د څلورو ماشومانو د ساتنې او زرغونه په واده کې انتخاب کول وو”. د پښتنې مېړه چې په پخواني حکومت کې امنیتي عسکر و تېر کال د طالبانو سره په جګړه کې مړ شوی.

دې ځوانې کونډې هره هڅه وکړه چې خپل بچي د لوږې وساتي خو د طالبانو په واک کې د ښځو په کار بندېز هغه د روزګار نه محرومه ساتلې ده.

د پښتنې کورنۍ پينځلس کاله وړاندې هغه ځکه پرېښودې ده چې هغې د کورنۍ د مرضۍ خلاف د خپلې خوښې واده کړی و. هغه اوس کونډه ده او د خپلو بچو ترڅنګ بوډۍ خواښې يې هم ورسره ژوند کوي.

هغه وايي “ما زرغونه هغه سړي له ورکړه چې ورپسې سم لګېدلی و. نور مې څه کولی شول؟ خپل وږي بچي به مې څنګه مړول؟ پښتنه وايي د زرغونې ولور يې 200,000 افغانۍ اخستلی چې نزدې 2,300 ډالره ترې جوړيږي. دا يواځې د زرغونې کيسه نه ده.

په داسې مهال چې په جنګ ځپلي افغانستان کې لوږه سېوا کيږي او هېواد په نړۍ کې تر ټولو ډېرو خوراکي توکو او بيړنۍ مرستو ته حاجت لري په داسې حال کې نورې نه افغان کورنۍ مجبوريږي چې د ولور د پاره، د قرضدارو نه د ځان خلاصولو د پاره او لا د نورو ضرورتونو پوره کولو له خپلې وړې لوڼه واده کړي.

د بيلا بيلو مرستندويه ادارو د معلوماتو تر مخه د طالبانو په اته مياشتنۍ دوره کې د 120,000 نه زيات ماشومان د پيسو د ورکړو راکړو ښکار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د پاره ادارې يونيسف وياند جو اينګلش وي او ای ته ويلي “يونيسف په دې اړه ډېر څه ډېر څه اوري چې مور پلار په ډېر بد حالت کې دي او له کبله يې په بدو فيصلو کولو مجبور دي چې خپلې کورنۍ وساتي”.

د روڼ قانون نيشتوالی څنګه چې په افغانستان کې يوه عامه خبره ده د زرغونې خاوند چې عمر يې د هغې په دوه هومره دی د قانون د لارې پابند نه دی چې په حکومتي دفتر کې خپل واده رجسټر کړي او ځکه يې د واده مراسم په کورنۍ کې وشول.

تېر افغان حکومت د واده دپاره د عمر حد شپاړس کاله مقرر کړی و خو د طالبانو د نوي اسلامي حکومت تګلاره بدله ده.

کله چې په دې حقله د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د وياند صادق حاکمي نه پوښتنه وشوه نو هغه وايي “شريعت په دې اړه روڼ اندی دی. چې جينۍ بالغه شي د هغې واده کېدلی شي”.

ناديه اکسير چې د جان هاپکېنز پوهنتون د بلومبرګ سکول اف پبلک هېلت يوه ساينس پوه ده وايي جينکۍ د يولس کالو نه تر دريالس کالو پورې بالېغيږي.

د طالبانو د اسلامي قانون د تشريح په رڼا کې يوه يولس کلنه جينۍ د واده کولو قابله ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ماشومتوب د عمر مينځ ميانه حسابيږي. د صحت کارپوهان د دې سخت خلاف دي.

اکسير وايي “د جينکو وجودونه ټول عمر بدليږي رابدليږي او په خصوصي توګه د بالېغېدو وګڼه د دولس کلنۍ نه تر دويشتو درويشتو کالو پورې وجود غټيږي. په دې کلنو کې يوې جينۍ له ښه خوراک او صحت مند ژوند پکار وي چې په پوره توګه يې د وجود خيال وساتل شي.

د دې يو بد اړخ دا هم دی چې د وړوکوالي د ودونو د لاسه نزدې 28% مياندې د اولاد په پيدايش کې مړې شي. په ايشيا کې د افغانستان د مياندو د مړه کېدو په حقله ريکارډ ډېر خراب دی چې په 100,000 حامله ښځو کې د 600 نه واخله تر 1600 پورې مياندې مري.

یادونه: خبریال اکمل داوی دا رپورټ د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره تیار کړی دی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG