د امریکي صدر جوبایډن منځني ختیځ ته د خپل صدارت په لومړي سفر د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسرایل ته ورسېدو. هغه به د دې وروسته سعودي عرب ته ورځي.
اسرایلي مامورینو سره د خبرو او په وېسټ بېنک کې د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره د خبرو وروسته به صدر بایډن د جمعې په ورځ سعودي عرب ته ورځي.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، اسرایل ته په رسېدو صدر بایډن وویل د امریکي او اسرایل تړون د بدن د هډونو په شان ژور دی. هغه د دواړو ملکونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراخولو ژمنه وکړه.
اسرایل امید کوي چې د صدر بایډن سفر به د اسرایل او سعودی عرب ترمنځ د سفارتي تعلقاتو لاره هواره کړي او اسرایل او سعودي عرب ته به اعتماد ورکړي چې ایران به د اېټمي وسلو ترلاسه کولو نه ودروي.
ای پي ویل اسرایل ته د رسېدو نه پس خپلو خبرو کې صدر بايډن د دغو مسلو ذکر و نه کړو او زیاتې خبرې یې د اسرایل او د امریکې د همکاري په باره کې وکړې.
اسرایلي چارواکو ویلي د ایران اېټمي پروګرام صدربایډن سره د اسرایلي مامورینو د خبرو اهمه ترجیح ده.
د ای پي د رپورټ ترمخه صدر بایډن د ایران اېټمي معاهده بحالول د خپل حکومت ترجیح ټاکلې ده او په دې لړ کې ایران سره په غیر مستقیم ډول خبرې تر اوسه پورې د جمود سره مخامخ شوي دي او ایران په خپل اېټمي پروګرام کې په چټکتیا پرمختګ کوي.
په کال ۲۰۱۵ کې شوي د ايران اېټمي پروګرام په اړه معاهدې نه د صدر بایډن پېش رو پخواني صدر ډانلډ ټرمپ امریکا وېستلې ده. د هغه دریځ و چې د اېټمي وسله په تکل کې دغه معاهده د ایران مخه نه نېسي خو ایران وايي اېټمي پروګرام يې د وسلو تیارولو دپاره نه دی.
صدر بایډن به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي مامورینو سره رسمي خبري کوي او د جعې په ورځ به فلسطیني مشرانو سره ويني او بیا به سعودي عرب ته لاړ شي.
صدر بایډن وویل د اسرایلي او فلسطنيني مشرانو سره خبرو کې به د اسرایل او د فلسطینیانو شخړه هوارولو دپاره د دوو جدا جدا ریاستونو د قیام ملاتړو تکراروي. خو هغه دا خبره ومنله چې په لنډ وخت کې دا ممکنه نه ده.
بایډن وویل دوه ریاستونه د اسرایلیانو او فلسطینیانو دپاره په مساوي ډول د ازادۍ، سوکالۍ او د جمهوریت مستقبل یقیني کولی شي.
اسرایل ته د رسېدو نه وړاندې امریکې او اسرایل په لوړه کچه د سټرېټيجېک مکالمې یا ډایلاګ د شروع کولو اعلان وکړو.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د صدر بایډن او د اسرایل موقتي وزیراعظم یاېیر لپېډ ترمنځ د خبرو اعلان دواړو ملکونو په یو مشترکه بیان کې اسرایل ته د صدر بایډن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې وکړو.
د بیان ترمخه د دواړو ملکونو د همکارئ زیاته توجه به د جدېدې ټېکنالوجۍ استعمال ته وي چې پکې اټېفېشل انټېلېجنس یا مصنوعي ذهانت هم شامل دی.
ای پي وايي صدر بایډن به د ایران په اړه هم د سعودي او اسرایلي مشرانو سره خبرې کوي او دواړو ملکونو ته به دا یقین ورکوي چې ایران به اېټمي وسلو ترلاسه کولو ته نه پرېږدي.
د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاؤس کې د بریفنګ په موقع وویل، صدر به د منځني ختيځ دپاره د خپل سوچ یا ویژن په لړ کې مهمه بیان هم ورکړي. هغه زیاته کړه دغه سیمه د نورې نړۍ د ملکونو سره ډېره نزدې او تړلي ده. او هم پدې سبب دهغه وینا وه چې که موجوده کې د یوه پرامنه او باثباته سیمې دپاره کار وکړې شي نو دا به په راتلونکې کې د امریکا قومي مفاداتو او د امریکا د خلکو دپاره ګټه ور وي.
صدر بایډن به په دی سفر کې د خلیجي ملکونو د همکارۍ یا جي سي سي په غونډه کې هم برخه اخلي. په دغه غوڼده کې د عرب ملکونو مشران راغونډېږي.
منځني ختیځ ته د صدر بایډن د سفر تر ټولو زیات مهمه خبره د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د هغه ملاقات ګنل کېږي.
صدر بایډن د سعودی عرب سخت ناقد پاتې شوی او تر دی حده يې ویلي چې پکار ده د انساني حقونو د سرغړونو په لړ کې دې سعودي عرب یوازې کړی شي.
هم د بایډن انتظامیې هغه استخباراتي رپورټ هم جاري کړی وو چې پکې ویل شوي وو امکان دی هم سعودی شهزاده د خبریال جمال خاشقجي د قتل منظوري ورکړي وي. ځکه چې جمال خاشقجي د سعودي ریجیم ناقد وو. او هم ددی پېښې نه پس د امریکا او سعودي عرب ترمنځ تعلقات د تاؤتریخوالي سره مخ شوي وو.
د قومي امنیت صلاحکار ترمخه ددی سفر مقصد دا دی چې د سعودي عرب سره امریکايي تعلقاتو ته بیا نه کتنه اوشي نه که خراب کړی شي. او دا هم چې د خالي چېک (بلېنک چېک) پالیسي ختمه کړی شي او احتساب وکړی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي ای او د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي