لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند وزیراعظم او د امریکې صدر په واشنګټن کې د ټېکنالوجۍ د مشهورو کمپنو د مشرانو سره ولیدل


د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې صدر بایډن او وزیراعظم مودي د اېپل مشر ټېم کوک، د ګوګل مشر سوندر پيچايي او د مایکرو سافټ مشر ستایا نادېلا سره ولیدل. پیچاي او نادیلا دواړه نسلن د هندوستان دي
د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې صدر بایډن او وزیراعظم مودي د اېپل مشر ټېم کوک، د ګوګل مشر سوندر پيچايي او د مایکرو سافټ مشر ستایا نادېلا سره ولیدل. پیچاي او نادیلا دواړه نسلن د هندوستان دي

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي او د امریکې صدر جوبایډن امریکې ته د مودي د سرکاري دورې په اخیري پړاو د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د ټېکنالوجۍ د نړیوالو کمپنو د مشرانو سره ولیدل.

روېټرز خبري ادارې وايي واشنګټن ته په رارسېدو صدر بایډن د وزیراعظم مودي د هرکلي دپاره سور قالین خپور کړی و او هندي وزیراعظم سره د دوه نیمو ګنټو د ملاقات وروسته بایډن وویل د دواړو ملکونو اقتصادي تعلقات مخ په زیاتېدو دي او په تېرو لسو کلونو د امریکې او هندوستان دوه اړخیز تجارت دوچنده زیات شوی دی.

د رپورټ ترمخه، د مودي د دورې په مهال دواړه ملکونه د دفاع، ټېکنالوجۍ او د چین د مخنیوي په لړ کې همکارۍ په زیاتولو هم متفق شوي دي.

د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې صدر بایډن او وزیراعظم مودي د اېپل مشر ټېم کوک، د ګوګل مشر سوندر پيچايي او د مایکرو سافټ مشر ستایا نادېلا سره ولیدل. پیچاي او نادیلا دواړه نسلن د هندوستان دي.

په دې موقع د اوپن ای ايی کمپنۍ مشر سېم الټمېن، د ناسا خلابازه سونیتا ویلیمز او د هندوستان د ټېکنالوجۍ مشران د مهېندا کمپنۍ مشر انند مهېندا او د رېلاینس انډسټریز مشر مکېش امباني هم موجود وو.

صدر بایډن وویل د امریکې او د هندوستان همکارۍ به د ۲۱ پېړۍ تعین کوي چې دا به څنګه لیدل کېږي.

مودي وویل امریکا او هندوستان د بهترې دنیا د جوړولو دپاره هم کاري کوي.

مودي چې په نړیوالو کمپنو يې غږ کړی چې خپل مصنوعات دې په هندوستان کې تیاروي د واشنګټن په کېنېډي سېنټر کې به د امریکې د تجارتي کمپنو مشرانو سره هم ملاقات کوي.

د روېټرز ترمخه، په دغه غونډه کې به تر ۱۲۰۰ پورې کسان شرکت کوي چې په کې به د فېډېکس، ماسټر کارډ او اېډوبي په شان د امریکایي کمپنو مشران هم وي.

روېټرز وايي امریکې ته د مودي د دورې په پس منظر کې د صدر بایډن د حکومت دا کوښښونه دي چې چین سره د امریکې د زیاتېدونکي رقابت په مهال هندوستان رانژدې کړي، چې یو اشاریه څلور بېلین ابادي لري او د دنیا پېنځم لوی اقتصاد دی.

د رپورټ ترمخه د امريکې د دورې په مهال مودي په مستقیم ډول چین نه دی مخاطب کړی او بایډن یو ځل د یو خبریال د پوښتنې په لړ کې چین نوم اخیستی. خو د دواړو ملکونو په مشترکه بیان کې د ایست او ساوت چاینا سیز یا د مشرقي او د جنوبي چین سمندرونو ذکر شوی دی. په دغو سیمو کې چین او د چین ګاونډي ملکونه سرحدي شخړې لري.

امریکې ته د مودي د سفر په مهال هندوستان ته د حساس پوځي ټېکنالوجۍ د ورکولو او د سېمي کنډکټر دپاره معاهدې هم شوي چې دا ډول په چین د هندوستان انحصار کم کړی شي.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا مشیر جان کربي ویلي واشنګټن او نوی دلی دواړه د چین د مسلو سره مخامخ دي او دا چې امریکې د وزیراعظم مودي دوره د چین په اړه نه ده.

ځېني څېړونکي د تایوان او د ځینو نورو مسلو په سر چین ته د هندوستان په راپورته کېدو پوښتنې راپورته کوي او واشنګټن روس سره د هندوستان په نژدېدې کېدو هم مایوسي څرګندوي چې په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روس یرغل دوام لري.

د امریکې نایب صدر کاملا هېرېس د جمعې په ورځ د وزیراعظم مودي د غرمې په ډوډۍ مېلمستیا وکړه.

مېرمن هېرېس په قام هندوستانۍ ده. د هغې مور د ۱۹ کلونو په عمر کې امريکې ته راغلې وه.

د کاملا هېرېس د ډوډۍ په موقع د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن هم موجود و.

د جمعې په ماښام به مودي د هندي نژاد امریکایانو په غونډه کې شرکت کوي.

روېټرز خبري اداره خپل رپورټ کې وايي فعالانو غوښتنه کوله چې صدر بایډن دې د مودي په حکومت کې د انساني حقونو په خراب صورتحال هم خبرې وکړي.

د فعالانو په قول د مودي د هندو قام پرست ګوند بهارتیه جنتا پارټۍ په حکومت کې په هندوستان کې د حکومت د مخالفینو او اقلیتونو او په خصوصي توګه مسلمانان زورول کېږي. بی جی پي د ۲۰۱۴ په اقتدار کې ده.

بایډن ویلي مودي سره یې د انساني حقونو په شمول په نورو مسلو نېغ په نېغه خبرې کړي دي.

د روېترز ترمخه، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مودي نه د یو خبري کانفرنس په موقع پوښتنه وشوه چې د اقلیتونو او د مسلمانانو حقونو د ښه کولو دپاره هغه څه کوي، نو مودي وویل په حکومت کې يې تعصب هېڅ ځای نه لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG