لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: صدر پوټن سره خبرو ته تیار یم 


په وایټ هاوس کې د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اوکراین په او نورو موضوعاتو د څو ګنټو د خبرو وروسته، صدر بایډن یوې خبري غونډې ته وویل صدر پوټن سره خبرو ته په داسې صورت کې تیار دی چې د نېټو اتحادیانو سره صلاح مشوره وکړي
په وایټ هاوس کې د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اوکراین په او نورو موضوعاتو د څو ګنټو د خبرو وروسته، صدر بایډن یوې خبري غونډې ته وویل صدر پوټن سره خبرو ته په داسې صورت کې تیار دی چې د نېټو اتحادیانو سره صلاح مشوره وکړي

د امریکې صدر جوبایډن ویلي په اوکراین کې د جنګ ختمولو دپاره هغه د روس صدر ولادېمیر پوټن سره خبرو تیار دی خو تر اوسه یې په اړه د پوټن رضامندي نه ده لیدلې.

په وایټ هاوس کې د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران سره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اوکراین په او نورو موضوعاتو د څو ګنټو د خبرو وروسته، صدر بایډن یوې خبري غونډې ته وویل صدر پوټن سره خبرو ته په داسې صورت کې تیار دی چې د نېټو اتحادیانو سره صلاح مشوره وکړي.

صدر بایډن وویل په سمدستي ډول یې د صدر پوټن سره د رابطې څه منصوبه نشته او نه هم په خپل سر داسې کول غواړي.

صدر بایډن وویل په اوکراین کې د جنګ د ختمولو یوه لاره ده او هغه ده چې "پوټن د اوکراین نه ووځي."

د صدر بایډن ترڅنګ خبري غونډې ته وېنا کې صدر مېکران وویل هغه یقین لري چې امریکا به د اوکراین ملاتړ دوامداره ساتي او اوکراین سره به عسکري او انساني امداد مرسته کوي.

فرانسوي صدر زیاته کړه چې اوکراین سره د امریکې مرسته "ډیر اهمیت" لري.

صدر بایډن وویل امریکې به هېڅ کله د اوکراین نه و نه غواړي چې جنګ د ختمولو دپاره د خپلې رضا نه بغیر څه جوړ جاړی وکړي.

مېکران لومړی صدر دی چې د جوبایډن د صدارت په مهال یې امریکې ته سرکاري دوره وکړه. صدر بایډن وویل امریکا او فرانس دواړه د صدر پوټن د ازروګانو په ضد ولاړ دي. صدر بایډن وویل د امریکې او د فرانس اتحاد د دواړو ملکونو د دفاع دپاره بنیادي اهمیت لري.

صدر مېکران وویل په داسې حال کې په اوکراین د روس د یرغل نه پس په یورپ کې بیا جنګ شروع شوی دی او دا چې مغربي قومونه او معاشرې د یو شمېر مسایلو سره مخامخ شوي دي، پکار ده چې امریکا او فرانس د وروڼو په شان د یو بل سره ودرېږي. هغه زیاته کړه چې واشنګټن او پېرس په ازادۍ او جمهوریت مشترکه ډول عقیده لري.

بلخوا په اوکراین کې د جنګ په اړه د برطانيي د دفاع وزارت په خپلو استخباراتي معلوماتو کې د جمعې په ورځ وویل تېره میاشت د اوکراین د مغربي سیمو نه د روسي ځواکونو د په شا کېدو وروسته اوکرایني ځواکونو موقع ترلاسه کړي چې د روس د مواصلاتو او د رسد په کرښو اضافي حملې وکړي.

او د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي قام ته د هرې ورځ په وېنا کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې اوکراین به بریا ترلاسه کوي او د اوکراین اصول به لاس بری ترلاسه کوي.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای خبریالانو کېن فاربا، انیتا پاول او د روېټرز خبري ادارې د رپورټونو نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG