لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: امریکا او د نېټو اتحادیان به یې په روسیه فشار زیاتوي


صدر بایډن
صدر بایډن

د امریکې صدر جوبایډن ویلي امریکا او د نېټو اتحادیان به یې په روسيې فشار نور هم زیاتوي.

امریکايي صدر دغه خبره د نهې، سه شنبې، په ورځ په داسې حال کې وکړه چې هم په دغه ورځ روسیې د اوکراین په مشرق کې د نوي حملې شروع کولو اعلان وکړو.

صدر بایډن وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د برطانيي، کېنېډې، يورپین یونین، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، نېټو، پولېنډ او د رومانیه مشرانو سره خبرې وکړې.

صدر بایډن وویل د دغو ملکونو نه یې غوښتنه وکړه چې د خپل استعمال دپاره دې د خپلو سټرېټیجک ذخیرو نه تېل اېلا کړي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي وویل صدر بایډن د دغو ملکونو سره اوکراین ته د نور انساني او دفاعي امداد ورکولو په موضوع هم خبرې وکړې.

روسیې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د اوکراین په ختیځ کې یې نوي حملې شروع کړي دي او په دونباس سیمه کې یې په پراخه کچه بمباري کړې ده. روسيې وویل اوکراین دفاع کړې او په ځینو سیمو کې یې د روسیې حملې په شا تمبولي دي.

د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو وویل د عملیاتو نوی پړاو شروع کړی شوی دی. هغه وویل د دې هدف دونېسک او لوهانسک په مکمله توګه ازادول دي.

په واشنګټن کې د امریکې د دفاع وزارت یو چارواکي وویل د روس تازه عملیات د نورو عملیاتو د شروع کېدو نخښه ده.

یادونه: د وي او ای خبریالانو د دې رپورټ دپاره څه معلومات د ای پي، رویټرز او دای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستلي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG