لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: د وېګنر ډلې بغاوت روس له دننه کمزوری کړی


د ویګنر ډلې مشر تېره اوونۍ د بغاوت وروسته د الیګزینډر لوکاشینکو په بلنه بیلا روس ته ورغلی وو خو تر اوسه دا معلومه چې هغه دا وخت کوم ځای دی
د ویګنر ډلې مشر تېره اوونۍ د بغاوت وروسته د الیګزینډر لوکاشینکو په بلنه بیلا روس ته ورغلی وو خو تر اوسه دا معلومه چې هغه دا وخت کوم ځای دی

د امریکا صدر جوبایډن ویلي هغه په دې باور دې چې د ولادي میر پوټېن په ضد د ویګنر ډلې مشر یوګېني پرېګزن بغاوت روس له دننه ډېر کمزورې کړی دی.

وایټ هاوس کې د خبریالانو سره د خبرو په محال صدر بایډن وویل چې“دا ویل به ګرانه وي چې پوټېن تر څومره حده کمزوری شوی دی.”

په روس کې د امریکا یو پخواني سفیر مایکل میک فال د صدر بایډن په خبرو خپله څېړنه کې ویلي دي چې که په بې طرفه ډول ورته وکتل شي نو پوټېن چې دا وخت څومره کمزوری دی د نن نه څلو پنځه ورځې وړاندې داسې نه وو.

مایکل فال وویل چې د روس د لوړې کچې پوځ په حېرانتیا سره حالاتو ته ګوري چې ددوي په مشر څه وشول. پخواني سفیر وویل“چې کمزورې روس په خاصا توګه اوکراین کې لږ نقصان کولی شي او زما په خیال دا ښه خبره ده “

بلخوا کرېملن ویلي چې په اوکراین کې د هغه روسي ځواکونو ډپټي کمانډر جنرل سرګی سرو ویکن په اړه څه معلومات نشي ښکاره کولی د خالي په ورځ په یوه وډیو کې ښکاره شوې او په ویګنر ډلې یې زور راوړی چې د پوځ په ضد دې عملیات ودروي او خپلو مرکزونو ته دې بیرته لاړ شي.

د معلومه نه ده چې دغه روسي جرنیل اوس چیرته دی خو د کریملن ویاند د میترو پیسکاو ویلي چې باید هغه د دفاع وزارت سره رابطه وکړي.

د ویګنر ډلې مشر تېره اوونۍ د بغاوت وروسته د الیګزینډر لوکاشینکو په بلنه بیلا روس ته ورغلی وو خو تر اوسه دا معلومه چې هغه دا وخت کوم ځای دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG