لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: د سپین پوستو د برترۍ نظریه په امریکا کې ځای نه لري


صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ د نیویارک ریاست په بفېلو ښار کې د هغو لسو کسانو د کورنیو سره د غمرازۍ په دستوره کې وېنا وکړه چې د خالي، شنبې، په ورځ د یو مسلح تن په ډزو وژل شوي دي
صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ د نیویارک ریاست په بفېلو ښار کې د هغو لسو کسانو د کورنیو سره د غمرازۍ په دستوره کې وېنا وکړه چې د خالي، شنبې، په ورځ د یو مسلح تن په ډزو وژل شوي دي

د امریکې صدر جوبایډن ویلي د سپین پوستو د برترۍ نظریه د امریکې په ټولنه ځای نه لري او پکار ده چې د دې په غندلو کې څوک خاموشه پاتې نه شي.

صدر بایډن دغه خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ د نیویارک ریاست په بفېلو ښار کې د هغو لسو کسانو د کورنیو سره د غمرازۍ په دستوره کې وکړې چې د خالي، شنبې، په ورځ د یو مسلح تن په ډزو وژل شوي دي.

اتلس کلن حمله کوونکي پېټن جېنډران په موقع نیول شوی دی او د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه جېنډران د خپل معصومیت دعوه کوي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د حملې نه مخکې جېډران په انټرنېټ د نسلي تعصب او د یهودیانو خلاف خپلط وېنا شریکې کړې وه.

په بفېلو کې دستورې ته وېنا کې چې د وایټ هاوس په وېب پاڼه او نشریاتي ادارو په ژوندۍ بڼه نشر کړی شوي وه، صدر بایډن دغه پېښه د کور دننه ترهګري وبلله.

هغه وویل د سپين پوستو د برترۍ نظریه ځینې خلک د خپل سیاست د خپلې ګټې دپاره استعمالوي چې د امریکې په ټولنه کې ځای نه لري.

صدر بایډن غوښتنه وکړه چې په امریکا کې مېشت ټول قومونه دې د نسل پرستۍ په ضد غږ پورته کړي. هغه وویل خاموش پاتې کېدل به په جرم کې د شاملېدلو په شان وي.

دستورې ته د صدر بایډن د خبرو نه وړاندې د هغه مېرمن جېل بایډن هم د وژل شویو کسانو د کورنیو سره غمرازي وکړه.

صدربایډن په خپله وېنا کې د بفېلو ښار مامورینو او د قانون عملي کوونکو چارواکو شکریه ادا کړه.

امریکايي صدر په حمله کې د وژل شویو ټولو کسانو نومونه واخیستل او هغه تن یې هم یاد کړو چې د درې کلن زوي د زېږون ورځې دپاره کېک اخیستلو په غرض سپر مارکېټ ته ورغلی و خو ووژل شو.

چارواکي وایي حمله کوونکي د بفېلو ښار دغه سپر مارکېټ تورپوستو امریکایانو په هدف کولو دپاره غوره کړی او د ۲۰۰ مېله لېرې ځای نه هلته ورغلی و؟‎‎

په بفېلو کې د حملې په اړه خپل رپورټ کې ای پي خبري اداره وايي تفتیش کوونکي دې امکان ته هم کتنه کوي چې ایا جېنډران خو دي ګرېټ ريپلېسمنټ تیوري یا د دې نظريي سره تعلق خو نه لري چې په امریکا کې د نورو قومونو خلک د سپين پوستو ځای نېسي او دا عمل د امېګرېشن یا مهاجرت د او د پېدایش د زیاتې شرحې دلارې ترسره کولی شي.

ای پي وايي د ګرېټ ريپلېسمنټ نظریې پېروکاران د خپلې دعوط سره یهودیانو خلاف کرکه بدرکه کوي او په کال ۲۰۱۷ کې په شارلټسوېل ښار کې د سپين پوستو نسل پرستانو به دا نعرې هم کولې چې یهودیان زمونږ ځای نه شي نیولی

د ای پي او نورک سېنټر فار پبلېک افېیرز ريسرچ نومې ادارې د نظرپوښتنې یا سروی ترمخه، د امریکایانو دریمه برخه دا ګڼي چې په امریکا کې د داسې خلکو یوه ډله موجود ده چې دا کوښښ کوي چې د اميګرېشن یا د مهاجرت دلارې په امریکا کې د زېږېدلو امریکایانو ځای د نورو قومونو هغو خلکو ته ورکړي چې د دغې ډلې سیاسي نظريي سره اتفاق کوي.

د بفېلو دستورې ته وېنا کې صدر بایډن د ريپلېسمنټ نظريه دروغ وبلله او ویې وېل نفرت او د سپین پوستو بربري به بریا نه مومي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG