لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې صدر جوبایډن په مشرۍ کې نړیواله غوڼده به د جمهوریت په مشکلاتو غور کوي


صدر بایډن

د امریکې صدر جوبایډن به د انټرنېټ دلارې د نړیوالو مشرانو، د مدني ټولنې او د غیر حکومتي ادارو د سر مشرانو د یوې غونډې کوربتوب کوي چې د اجتماعي اقداماتو دلارې جمهوريت د بحالۍ او په موجوده وخت کې جمهوریتونو ته د ورپیښو لویو خطرونو مخه ونیول شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه دا غونډه د صدربایډن د هغه کمپائن برخه ده چې هغه پکې ژمنه کړې ده چې په ګرده نړۍ کې به جمهوریت ته وده ورکوي. د رپورټ ترمخه دا غونډه په داسې وخت کې کیږي چې نړۍ کې امرانه حکومتونه مخ په زیاتیدو دي.

د غونډې مقصد جمهوریتونه مظبوطول، د امرانه واک پرضد یې دفاع کول،د بډو ریشوتونو مخه نیول او د بشري حقونو ملاتړ کول دي.

د صدر بايډن د انتظامیي له قوله د جمهوریت په اړه غونډه کې برخه اخستونکي مشران به حڅول کیږي چې د دې مقصدونو په چوکاټ کې بامقصده داخلي اصلاحاتو لپاره کلکې ژمنې وکړي او ځانګړي ګامونه پورته کړي

دا معلوم نه ده چې څومره برخه اخستونکي به خپلو ژمنو ته عملي شکل ورکړي اګر چې دوی په خپلو ژمنو قانوني توګه پابند نه دي،حکومتونو ته به بیا هم د خپلو وټرانو څخه د مرستې او وسايلو ضرورت وي چې د خلې وینا څخه بیرته هم څه وکړي

په ویلزلي کالج کې د سیاسي چارو پروفیسره سټیسي ګوډرډ وایس اف امریکا ته وايي که د مجوزه غونډې ایجنډې ته وکتل شي نو “غیر حقیقي” ده.

هغه وايي غواړي چې زیات عملي اقدامات واخېستل شي لکه د انتخاباتو د خوندي کولو لپاره کاري ډلې جوړول.

د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي اینډاؤمنټ مرکز سترڅیړنکار سټیون فلډسټائن وايي دا غونډه د امریکا پخوانی صدر ډونلډټرمپ د حکومت نه ښکاره بدلون لري نو دغه یو مهمه خبره ده. هغه وايي فکر کوي د بايډن حکومت د اعلان نه ورورسته ورپسې کال که دا په عمل کې لیدل کیږي نو دا د هغه د فکر ترجماني ده.

د نیشنل انډاؤمنټ فارډیموکریسي څیړنیز مرکز نائب صدر کریسټوفر واکر وايي په جمهوري ستونزو باندې بیداري او د اګاهۍ سیوه کولو او اجتماعي فکر ته پام راړولو لپاره د وړاندې نه دې حکومت ګټور ګامونه اخستي دي

ښاغلی واکر زیاتوي ددې غونډې یو مقصد د حکومتونو او ولسي ټولنې ترمینځ په بین الاقوامي کرپشن باندې په ګډه کار کول زیاتول هم دي .

د صدربایډن انتظامیه وايي ددې غونډې ورورسته به کلیزه غونډې د عمل درامد جاج اخستو او په ګډه د یوې لارې اوښکلو لپاره هم کیږي.

په دې غونډه کې د سلو نه د زیاتو هیوادونو مشران رابلل شوي چې پکې ازاد جمهوري، کمزور جمهوري او د امرانه حکومتونو مشران هم شامل دي.

د فریډم هاوس ډیموکریسي انډیکس له نظره رابلل شویوهیوادونو درجه بندۍ څه داسې دي چې 77 پکې مکمل ازاد او یا مکمل جمهوري هیوادونه دي، 31 نیم ازاد او درې غیرازاده دي.

ښاغلي فیلډسټائن ددغه درجه بندۍ په اساس عراق، انګولا او ډیموکرټک ریپبلک اف کانګو ته په ایشاره وویل چې د صدربايډن انتظاميي څومره په لویه کچه د غونډې انتظام کړی.

د برخه اخستونکو میلمنو په فهرست هم ګوته پورته شوي لکه د مثال په توګه ولې ځیني هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې او بیا نور پریښودل شوي.

د فریډم هاوس انډیکس ترمخه بوسنیا چې 53 پوئنټونه یې دي هغوي ته بلنه نه ده ورکړل شوې او کوسوؤ چې 54 پوائنټونه یې دي هغوي د نهه نور بلقان هیوادونو سره بلل شوي.

پاکستان چې 37 پوائنټونه لري په غونډه کې موجود دی خو سري لنکا د 56 پوائنټونو سره نه ده رابلل شوې.

د سپیني ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وایس اف امریکا ته ویلي د دې بلنو مطلب دا نه دی چې امریکا به ګنې هر چا ته د جمهوریت مهر ورلږوي.

جېن ساکي وویل هر جمهوري حکومت باندې کار روان دی او دا مطلب نه دی چې ګنې دوی چا ته بلنه نه ده ورکړې نو هغوي ته امریکا د غیر جمهوري هیواد مهر ورلږلی وي نو ځکه نه دي رابلل شوي او یا که چا ته بلنه ورکړل شوې نو هغوي ته د جمهوري هیواد محر ورلږول شوی.

ښاغلی فیلډسټائن وايي د میلمنو فهرست په یو شمیرعواملو متعین کیږي لکه سیمه ائیزه فعالیتونه او د امریکا سټراټیجکي مفادات چې پکې یو هیواد ددې غونډې په ذریعه جمهوریت ته هڅول هم شامل دي.

د نومبر په میاشته کې په امریکا کې د روس سفیر اناټولي انټوني او د چین سفیر کین ګانګ په ګډه یو رپورټ چاپ کړی و چې پکې د جمهوریت دا غونډه یو د سوړ جنګ یو واضحه ذهنیت پیداوار بللی کوم چې نړۍ تقسیمولو په خاطر نوې حدونه ټاکل او خپلو کې جګړې لپاره اور ته لمن وهل دي.

دغه نیوکې چې ګنې دا غونډه د شر ده او هغه هیوادونه چې د چین سره نزدې اړيکي لري لکه سویلي کوریا او جرمني هغوي بی ارامه کول د غونډې مقصد دی، په ځواب کې جین ساکي وايي امریکا به تل په ګرده نړۍ کې جمهوریت د مظبوطیا لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.

د جمهوريت او انتخابي مرستو لپاره د نړیوالې ادارې لخوا په نومبر کې جاري شوي د کال 2021 رپورټ کې په لومړي وار امریکا د جمهوري هیوادونو په فهرست کې ښکته تللی.

اروپايي ادارې د امریکا په دغه فهرست کې د نوم ښکته تللو علت د کال 2020 صدارتي ټاکنو کې د صدر ډونلډ ټرمپ پلویانو لخوه په انتخابي نتیجو بی ضائع پوښتنې راولاړول ښودلي، د چې وروسته یې د امریکا د کانګرس په ودانۍ باندې د جنورۍ په ۶مه نیټه د ریپبلکن ګوند پلویانو یرغل هم کړی وو.

هم دغسې د هاورډیونیورسټۍ د سیاسیاتو د څانګې د نظرپوښتنې ترمخه په امریکا کې 52 فیصده ځوانان فکر کوي چې جمهوریت یا د ستونزو سره مخامخ دی او یا ناکامه شوی او صرف اووه فیصده فکر کوي چې په امریکا کې د جمهوریت صحت ښه دی.

ځیني خلک هم دا پوښتنې کوي چې ایا امریکا په اخلاقي توګه دا اخلاقي حق لري چې ددې مجوزه غونډې کوربتوب وکړي؟

د چین نایب خارجه وزیر لي یوچینګ وايي د جمهوریت په اړه د امریکې ریکارډ هر څه دی خو "شاندار" نه دی او "په کېپیټل (د کانګرس په ودان) یرغل یاد د هر چا په یاداشت کې تازه دی."

د صدر بايډن انتظامیه وايي دا غونډه د جمهوریت د دې منفرد قوت څرګندولو دپاره کولی شي چې کمی بېشی ومنل شي او د نیمګړتیاو د مخنیوي په لړ کې په شفافه ډول ګامونه واخیستل شي.

یادونه: دا رپورټ د وي او ای د انګریزۍ څانګې تیار کړی


XS
SM
MD
LG