لاس رسیدونکی لینک

 
صدر بایډن خبرداری کړی چې روس اینده میاشت په یوکرېن یرغل کولی شي
تازه خبر

صدر بایډن خبرداری کړی چې روس اینده میاشت په یوکرېن یرغل کولی شي


د امریکې صدر جوبایډن د یوکرېن صدر ولادومېر زلنسکي ته خبرداری وکړی چې دا خبره "خاص" امکان لري چې روس اینده میاشت په یوکرېن پوځي یرغل وکړي.

د وایټ هاوس د بیان ترمخه صدر بایډن زلنسکي ته په یوکرېن د روس د ممکنه حملې په اړه خبرادری صدر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ورکړو.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا شورا ترجمانې اېمېلي هورن وویل صدر بایډن وویل دا "خاص" امکان موجود دی چې روس د فېبرورۍ په میاشت کې په یوکرېن یرغل وکړي. "هغه (صدربایډن) دا خبره څرګنده وکړه او د تېرو څو میاشتو راهسې په دې اړه خبرداری کوو."

د وي او ای د رپورټ ترمخه روس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یوکرېن په سر د راپورته شوي تاوتریخوالي د کمېدو په اړه د خوشبینۍ امکان رد کړو. روس دغه خبره پس له هغې وکړه چې امریکې او مغربي اتحادیانو د روس دا غوښتنه رد کړه چې یوکرېن ته دې په نېټو کې رکنیت ورنکړی شي او مغربي ملکونه دې د روس سره په پوله د مشرقي یورپ نه خپل ځواکونه او جنګي ساز او سامان لرې کړي. د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو وویل د روس غوښتنو ته د امریکې جواب مثبت نه و خو د جواب ځینې عناصر په ثانوي موضوعاتو د سنجیده خبرو په لورې بوتللی شي.

امریکې او یورپي اتحادیانو یې ویلي د روس په غوښتنو پرمختګ نشي کېدلی.

صدر بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ یوکرېن صدر ولادومېر زلنسکي سره خبرې وکړې او روس سره د تاوتریخوالي په مهال یې ورته د امریکې د ملاتړ ډاډ ورکړو.

صدر بایډن سره د خبرو وروسته زلنسکي په یو ټویټ کې وویل امریکايي صدر سره یې یوکرېن دپاره د اضافي مالي مرستې په موضوع هم خبرې وکړې.

یادونه: د دې خبر دپاره څه معلومات د ای پي، ډوېچی وېلی، ای اېف پي او د فرانس ټونټي فور نه هم اخیستل شوي دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG