لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: د افغانستان بهرنۍ پالیسي او سیاست دې احساسي نه وي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د بزګرو ورځ د لمانځلو په مراسمو او په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو په استازي عبدالله باریکزي شوي بریدونه غندلي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ یا ارګه خپرې شوي یوه خبرپاڼه کې ولسمشر په عامه او ستراتيژیکي اړیکو کې د ستر سلاکار په توګه د وحید عمر د معرفي کیدو مراسمو کې وویلي، په سوله کې د امتیاز د ترلاسه کیدو په هدف د افغانستان جګړه کې زیاتوالی راځي او په وینا یې دغه جګړه د ورخطايۍ لامل شي.

ولسمشر غني نن په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان او اسلامي هیوادونو د علماو د فتوا پربنسټ روانه جګړه مذهبي مشروعیت نه لري او په وینا یې د پایې ته رسیدو لپاره باید سیاسي حل لار ولټول شي.

ارګ ویلي ولسمشر په خپله وینا کې روان کال د پرمختګ، سولې او د ولسواکۍ کال یاد کړ او د افغانستان خلک او حکومت يې په ځان د بسیاکیدو او اسیا په څلورلاره د افغانستان د بدلیدو څرګند لیدلوری لري.

د خبرپاڼې له مخې اشرف غني ویلي بهرنیو ته باید د پردیو یا بیګانه په نظر ونه کتل شي او هغوی ته د همکار په سترګه وکتل شي.

په بیان کې ولسمشر غني ویلي دافغانستان بهرنی سیاست او پالیسۍ باید عکس العملي او احساساتي نه بلکې په همکارۍ ولاړه وي.

ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې په دې وروستیو کې د سولې په تړاو د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا په ځانګړي استازي له طالبانو سره په شوو مذکراتو نیوکه وکړه.

محب ویلي وه چې زلمی خلیلزاد غواړي په افغانستان کې قدرت ته ورسیږي خو د دې شویو څرګندونو په غبرګون کې حمدالله محب دامریکا بهرنیو چارو وزارت ته دشویو خبرو د واضاحت لپاره غوښتل شوی وو.

له ارګه په خپاره شوي بیان کې ولسمشر دعامه اوستراتیژیکو اړیکو کې د وحید عمرمعرفي کیدو مراسمو ته وویل، په ستره پانګه د افغانستان موقعیت د بدلیدو له امله دا هیواد نور په وچه کې راګیر هیواد نه دی.

د بیان ترمخه ولسمشر دې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړه چې سیاسي او اقتصادي خپلواکي یو له بل سره تړلي دي او په وینا یې اته نیم ملیارده ډالرو د پانګونې پروګرام ترلاس لاندې دی او ترلاسه کیدو لپاره یې د پیسو له نړیوال صندوق سره خبرې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG