لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس صدر پوتین وايي په يورپین یونین کې د اوکراین شاملېدو سره څه مشکل نه لري


پوتین د جمعې په ورځ د سېنټ پیټرزبرګ انټرنېشنل اکنامک فورم غونډې ته وېنا کې په مغربي ملکونو د "سامراجي غرور" الزام پورې کړو او ویې وېل مغربي ملکونو د بندیزونو دلارې روس تباه کول غواړي
پوتین د جمعې په ورځ د سېنټ پیټرزبرګ انټرنېشنل اکنامک فورم غونډې ته وېنا کې په مغربي ملکونو د "سامراجي غرور" الزام پورې کړو او ویې وېل مغربي ملکونو د بندیزونو دلارې روس تباه کول غواړي

د اوکراین صدر ولادمیر زېلېنسکي د يوربین کمېشن د دې فېصلې هرکلی کړی چې په یورپین یونین کې شاملېدو دپاره یې اوکراین ته د امیدوار درجه ورکړې او د روس صدر ولادېمیر پوتین په خپل هېواد د مغربي ملکونو پابندۍ "احمق" ګام بللی او ویلي یې دي چې په يورپین یونین کې د اوکراین شاملېدو سره څه مشکل نه لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، پوتین د جمعې په ورځ د سېنټ پیټرزبرګ انټرنېشنل اکنامک فورم غونډې ته وېنا کې په مغربي ملکونو د "سامراجي غرور" الزام پورې کړو او ویې وېل مغربي ملکونو د بندیزونو دلارې روس تباه کول غواړي.

هغه وویل په اوکراین کې "خصوصي پوځي" عملیات به دوام لري او د روس به د مغربي ملکونو د "دښمنۍ " په ضد د خپله خپلواکي مضبوطوي.

په اوکراین د یرغل په اړه صدر پوتین وویل د ګواښونو او خطراتو په نتاظر کې که څه هم د "خصوصي پوځي عملیاتو" فېصله مشکل مګر دا ضروري وه.

صدر پوتين وویل امریکا د "تاریخ تګ" بدلول غواړی. هغه په مغربي ملکونو الزام پورې کړو چې د روس په ضد جذبات راپارول او د پوځ دلارې د اوکراین خاوره نیول غواړي.

په داسې مهال چې صدر پوتین د اوکراین په اړه خبرې کولې روسي ځواکونو د اوکراین مشرقي دونباس سیمه کې جګړه دوامداره ساتلې وه.

اوکرایني مامورینو وویل روسي ځواکونو د جمعې په ورځ هم په سلوینسک او سوېیرودونېڅک ښارونو حملې جارې ساتلې وې.

روس او اتحادیان یې وايي د دونېڅک نیمه برخه او د لوهانسک ټوله علاقه یې نیولې ده. دونباس په دونېڅک او لوهانسک سیمو مشتمل دی.

د سوېیردونېڅک ښار او شا او خوا کلي په لوهانسک کې او لا د اوکراین په قبضه کې دي.


بلخوا د یورپين یونین مشرې اورسولا وان ډر لېن د جمعې په ورځ وویل چې په یورپين یونین کې شاملېدو دپاره د اوکراین امیدوار وګڼل شي.

د دې نه وړاندې صدر زېلېنسکي د جمعې په ورځ د ټویټر دلارې د یورپين د فېصلې هرکلی وکړو. هغه وویل په یورپين یونین کې د اوکراین د شاملېدو په لړ کې دا لومړی ګام دی او "یقیناً مونږ به فتحې ته نزدې کړي."

پوتین وویل د 27 ملکونو اتحاد یورپين یونین کې د اوکراین د شمولیت مخالفت نه کوي ځکه چې د نېټو برعکس دا پوځي ایتلاف نه دی.

بلخوا، فرانس ورستی يورپي ملک دی چې په مکمله توګه د روس د قدرتي ګېس رسد ورته قطع شو. مسکو اټلي او سلوېکیا ته هم رسد کم کړی. جرمني او اسټریا هم ځپل شوي. يورپ د قدرتي ګېس 40 فیصد برخه د روس اخلي.

هغه درې امریکایان چې په رضاکارانه ډول د روس په ضد جنګ دپاره اوکراین ته تللی وو بې درکه شوي دي او د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل د بې درکه امریکایانو په اړه څه معلومات نه لري چې چېرته دي.

صدر بایډن وویل امریکایان باید اوکراین ته نشي لاړ.

یادونه: د وي او ای د دې رپورټ دپاره څه معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG