لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس صدر د ملک د اېټمي ځواکونو مشقونه وکتل


سرکاري ټېلې وژن وښودل چې صدر پوټن د ټېلې وژن په لوی سکرین یا ښيښه دغه مشقونه ګوري او پوځ چارواکي په مشقونو تبصره کوي
سرکاري ټېلې وژن وښودل چې صدر پوټن د ټېلې وژن په لوی سکرین یا ښيښه دغه مشقونه ګوري او پوځ چارواکي په مشقونو تبصره کوي

د روس صدر ولادیمیر پوټن د هېواد د اېټمي ځواکونو مشقونه کتلي دي او کرېملېن وویل د مشقونو مقصد د اېټمي حملې دپاره تیاری و.

کرېملېن وویل صدر پوټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په انلاین بڼه د هېواد د خصوصي ځواکونو مشقونه وکتل.

سرکاري ټېلې وژن وښودل چې صدر پوټن د ټېلې وژن په لوی سکرین یا ښيښه دغه مشقونه ګوري او پوځ چارواکي په مشقونو تبصره کوي.

د روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو وویل په مشقونو کې اېټمي ابدوز او د اوږدې فاصلې پورې تلونکي جهاز برخه واخیستله او د مشق دپاره بېلېسټېک او کروز مزایلونه وچلول شوو.

په واشنګټن کې وایټ هاوس د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې روس امريکې ته د "ګرووم" یا د تندر نومې مشقونو په اړه پېشګي اطلاع ورکړې وه.

د روس د اېټمي مشقونونه مخکې نېټو هم د ګل، دوشنبې، په ورځ اېټمي مشقونه وکړل. مشقونو ته "سټېډ فاسټ نون" یا مستحکمه غرمه نوم ورکړی شوی و.

د تېرو څو ورځو راهسې روسي چارواکي وايي چې اوکراین "ډرټي" بم د استعمالولو تیاری کوي. د روایتي وسلې دلارې داسې چاودنه کول چې تابکاري خپروي ورته ډرټي بم وېل کېږي. دغه چاودنه د اصلي اېټم بم په شان په لویه پېمانه تباهي نه کوي. د نهې، سه شنبې، په ورځ د اقوام متحده سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا د بندو دروازو په شا د روس په دغه الزام بحث وکړو.

خپله اوکراین او د اوکراین مغربي اتحادیان د روس الزام په کلکه ردوي او ګڼي چې تاوتریخوالي د زیاتولو په بهانه دغه خبره کوي. د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ د روس خبره بې منتقه او دروغ وبلله. هغه روس ته خبرداری وکړو چې په جنګ کې شدت زیاتولو دپاره دې د دروغو نه کار نه اخلي.

د امریکې صدر جوبایډن هم د نهې، سه شنبې، په ورځ روس ته خبرداری ورکړو او ويې وېل که چېرې روس اېټمي وسله استعمال کړه نو دا به یې "ناقابل یقین سنګینه غلطي وي."

صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل صدر هرزوګ ایزک سره ولیدل. د اسرایلي صدر دفتر ویلي وو چې ایران روس ته ډرون ورکوي او په دي اړه به صدر ایزک د صدر بایډن سره استخباراتي معلومات شریکوي.

ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي او روس هم د ایراني ډرون د استعمالولو خبره ردوي. اوکراین د متحده قومونو نه غوښتلي چې د ډرون ملبې د معاینې دپاره دې ماهرین ورولېږي. امریکې، برطانيي، فرانس او جرمني هم اقوام متحده ته خطونه لېږلي او د تحقیقاتو ملاتړ يې کړی دی.

په اقوام متحده کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني وویل هېواد يې د اوکراین په جنګ کې غیرجانبدار پاتې شوی دی او د امن وکالت يې کړی دی. هغه د سېکیورټي کاونسل غونډې ته وویل په اوکراین کې د جنګ شروع کېدو نه مخکې او نه وروسته ایران فریقېنو وسله نه ده ورکړې.

روس غوښتلي چې سېکیورټي کاونسل دې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ بله غونډه وکړي او د روس په دې خبره دې بحث وکړي چې اوکراین او امریکا د هجرت کونکو مارغانو، ماشو او د خاپېرکانو دلارې د روس ولس او روسي ځواکونه په جراثیمو د ککړ کولو منصوبه لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ‌ نه اخیستل شوي چې پکې په اقوام متحده کې د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر رپورټ هم شامل دی


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG