لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د مواخذه کولو لپاره ائني درخواست د ګل په ورځ ایوان کې وړاندی کولی شي


د امریکې ایوان نمائندګان کې د ډیموکریټس ګوند غړو ویلي دي چې دويي د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذه کولو لپاره ائني درخواست د ګل په ورځ ایوان کې وړاندی کولی شي.

د خالي په ورځ په دې هڅو کې تیزي لیدل شوې چې د امریکې د کانګرس په ودانۍ یا کیپټول هل باندې حملې ته هڅولو کې د صدر ډانلډ ټرمپ د رول په اړه، دې مواخذه کړل شي.

د کیلیفورنیا ریاست نه منتخب د ایوان نمائدګان ډیموکریټ غړي ټیډ لیو د خالي په ورځ ماسپښینې په خیل یو ټیویټ کې ویلي چې یو سل اتیا غړي د دې ائیني درخواست مرسته کوي، خو په دې کسانو کې د ریپبلکنز ګوند هیڅ یو غړی نه دی شامل.

که هرڅه د ریپبلکنز اکثریتي سینټ ډیرامکان نه لري چې د دويي سره ملګرتیا وکړي خو د ایوان نمائندګان سپیکره نینسي پلوسي او د دې ملګري ډیر بې تابه دي چې په شلمه جنورۍ د صدارت د مودې د پوره کیدلو نه وړاندې صدر د خپلې چوکۍ نه لرې کړي.

سپیکرې نینسي پلوسي د جمعې په ورځ ویلي دي چې د دې په وینا:

"په نفسیاتي توګه یو ناکلاره صدر د امریکې ولس، ملک او جمهوریت لپاره ډیر خطرناک دی او د دې د حفاظت لپاره ټولې لارې اختیارول پکار دي".

که چرې ایوان نمائندګان په دویم ځل هم د صدر مواخذه کوي نو سینټ ته به دا قضیه لاړه شي.

سینټ دی وړاندې بري کړی دی. دا وخت سینټ تر د جنورۍ د میاشتې نولسمې نیټې پورې په چهټۍ دی.

د دې میاشتې په اخره کې به سینټ کې هم د ډیموکریټس ګوند اکثریت شي.

کانګرس کې د ډیموکریټس ګوند غړو د مرستیال صدر مایک پینس نه غوښتلي دي چې ائین پنځوشتمه ماده استعمال کړي. دا یو متبادل لاره ده چې په لنډه موده کې صدر د خپلې چوکۍ نه لرې کولی شي.

پینس په دې خپل ځواب نه دی ویلی خو خپلو ملګرو ته یې سرګنده کړې ده چې د دې ګام مرسته نه کوي.

د امریکې ائین کې پنځویشتم ائیني بدلون په کال 1960 کې منظور کړل شوی وو.

دې کې ویلي شوي دي که صدر خپلې ذمه وارۍ نه شي پوره کولې نو د ده اختیار په عارضي توګه مرستیال صدر ته وسپارل شي. خو د دې لپاره ضروري ده چې د کیبنټ اکثریتي غړي د دې منظوري ورکړي.

خو څیړونکي د دې اختیار استعمال ګران ګڼي، په خاص توګه په داسې وخت کې چې د ټرمپ د صدارت موده کې دومره کم وخت پاتې شوی دې.

بروکنګز انسټیټیوټ کې انتظامي چارو څیړونکی جان هودک ویلي دي چې داسې صورتحال چې صدر په کومه کې نه وي او نه په جسماني توګه د کار کولو جوګه نه وي نو بیا دا یو مشکل صورتحال دې. خو که صدر کانګرس ته ووایي چې دی وس ښه شوی دی نو بیا خپل ختیارات لاس ته کولی شي.

د ډیموکریټس زیاتره غړي او د ریپبلکنز ځني غړو د ورستې پيښو په وجه صدر ټرمپ د واک نه د لرې کولو مرسته څرګنده کړې ده.

د امریکې د الاسکه ریاست نه د ریپبلکن ګوند سینټرې لیزه مورکوسکي د صدر ټرمپ نه د مستعفي کیدلو غوښتنه کړی ده. او ویلي دي چې د ډیر نقصان کړی دی او زه ځکه غواړي چې دی د واکه لرې کړل شي.

د پینسیلوینیا ریاست نه د ریپبلکنز سینټرپیټ ټومي فوکس نیوز ته ویلي دي که هرڅه صدر د مواخذې وړ ګامونه پورته کړي دي خو دې به د ټرمپ د لرې کولو ملګرتیا نه کوي.

خو د نیبراسکه سینټر بین سیسې سي بي ایس خبري ادارې ته ویلي دي چې دی به د مواخذې په اړه غور کوي.

خو ایوان نمائندګان کې د ریپبلکنز چوکو مشر کیون میک کارتي د مواخذې د مرستې نه کولو اشارې څرګندې کړي دي.

منتخب صدر جو بائډن ویلي دي چې ټرمپ د چوکۍ لپاره سم نه دی خو د ډیموکریټس ګوند لخوا په دویم ځل د ده د مواخذې د مرستو نه يۍ انکار کړی.

بائډن ویلي دي چې حالات به جدا وو که چرې ټرمپ موده ختمیدلو کې دومره کمه موده نه وه پاتې.

کال 2019 د دسمبر په میاشت کې د اختیاراتو د ناجائزه استعمال او د کانګرس په هلو ځلو کې د خنډانو اچولو په تور کې ټرمپ مواخذه کړل شوی وو خو په کال 2020 د فرورۍ په میاشت کې د امریکې سینټ ددی بري کړو. د امریکې یو صدر هم دوه وارې د مواخذې د رایو سره نه دی مخ شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG