لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزیرستانیان: د ترهګرۍ نوم راکول کېږي، خو سکول نه راکوي


د شمالي وزیرستان د (ګړیون) سیمې خلکو احتجاج کړی او وایي چې په سیمه کې یې تر اوسه د نجونو سکول نه شته. دوی وایي حکومتي چارواکو ته یې په وار- وار درخواستونه ورکړي دي، خو غوښتنه یې نه ده منل شوې او نجونه یې له تعلیمه محرومه دي.

ګړیون د شمالي وزیرستان یوه سیمه ده، چې اوسېدونکي یې له ترهګرۍ اغېزمن شوي دي. د دې سیمې اوسېدونکي وایي د ژوند د نورو اسانتیاوو غوندې د تعلیم په برخه کې هم له ستونځو سره مخ دي.

د ګړیون تحصیل په لسګونو کسان د اتوار په ورځ د پېښور پریس کلب مخې ته د احتجاج په توګه را ټول شوي وو او په خپله سیمه کې یې د نجونو د سکول د نشتوالي شکایت کاوه.

احتجاج کوونکو په لاسونو کې لیکلي شعارونه را اخیستي وو او په نعرو کې یې د نجونو د تعلیم لپاره دا غوښتنې کولې:

"زموږ لوڼو ته تعلیم ورکړئ تعلیم ورکړئ. ایف سي آر دي ختم شي، ختم شي"

د شمالي وزیرستان د ګړیون تحصیل د شاه ولي کلي اوسېدونکی نعیم الله، چې په دې احتجاج کې یې ګډون کړی، وایي د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ، ایم این اې محمدنذیر او د سېفران مرکزي وزیر ته یې درخواستونه ورکړي، چې د نجونو سکول دي ور جوړ کړي، خو غوښتنه یې نه ده منل شوې:

"له رزمک نه تر ګړیون پورې د نجونو یو سکول نه شته، د دې ځای ابادي شاوخوا درې زره ده، موږ حکومت ته وایو چې یوې خواته موږ ته د ترهګرو نوم راکوې او بلې خواته زموږ په درخواستونه سندوخ ډک شو، چې موږ ته سکول نه راکول کېږي"

شمالي وزیرستان هغه جنګځپلې سیمه ده، چې کلونه- کلونه پکې وسلوالو خپل پناه ځایونه جوړ کړي وو او په تېرو څو کلونو کې پاکستاني پوځ د هغوی په ضد پوځي عملیات وکړل، چې په نتیجه کې یې د دې سیمې په لکونو کورنۍ د خیبرپښتونخوا بنو، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو ته کډه شوې

XS
SM
MD
LG