لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې احتجاجونه دوام لري


ایران هیومن رایټس تنظیم وايي په مظاهرو کې تر اوسه پورې ۱۶۰ کسان وژل شوي دي. د دې نه علاوه ۹۳ کسان په جدا مظاهرو کې په سیستان بلوچستان صوبه کې وژل شوي دي
ایران هیومن رایټس تنظیم وايي په مظاهرو کې تر اوسه پورې ۱۶۰ کسان وژل شوي دي. د دې نه علاوه ۹۳ کسان په جدا مظاهرو کې په سیستان بلوچستان صوبه کې وژل شوي دي

په ایران کې د مهساامیني د مرګ په سر احتجاجونه دوام لري او ای اېف پي خبري اداره وايي د مظاهره چیانو په ضد په حکومتي اقداماتو کې نیول شوي خلک د مقدمو او د مرګ سزاګانو سره مخامخ کېږي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، د دې باوجود چې حکومتي مامورینو احتجاج کونکو ته خبرداری کړی چې مظاهرې دې ختمې کړي خو مظاهره چیان نه دي منع شوي او په ټول ملک کې په یونیورسټیانو او رهایشي علاقو کې مظاهرې کېږي.

په ایران کې د تېرو شپږو هفتو راهسې جاري مظاهرې د اخلاقي پولیس په ولکه کې د ۲۲ کلنې مهساامیني د مرګ نه پس شروع شوي دي. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په سر سم نه و اغوستی.

خبري اداري وايي په کال ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب نه وروسته موجوده احتجاجونه تر ټولو لوی دي.

په ناروی کې مېشته ایران هیومن رایټس نومې ادارې وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ په اصفهان ښار کې د یونېورسټۍ طالب علمانو احتجاجي ناسته وکړه او په سرښار تهران کې د امیر کبير یونیورسټۍ زدکونکو هم دغه شان مظاهره وکړه.

په مظاهرو کې د حکومت په ضد او د امر مرده باد نعرې پورته کېږي، چې خبري اداره وایي اشاریه يې د ایران مذهبي چارواکو ته وي.

ای اېف پي خبري اداره وايي په سوشل ميډیا شریک شوي تصویران ښښي د ایران په قوم ښار کې د هېواد ترټولو لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي او د هغه د پېش رو ایت الله روح الله خمیني په تصویرانو سور رنګ شیندل شوی دی.

ایران هیومن رایټس تنظیم وايي په مظاهرو کې تر اوسه پورې ۱۶۰ کسان وژل شوي دي. د دې نه علاوه ۹۳ کسان په جدا مظاهرو کې په سیستان بلوچستان صوبه کې وژل شوي دي.

ای اېف پي وايي د مظاهرو په لړ کې په زرګونو کسان نیول شوي دي او د ایران عدليي ویلي د فساد په سر په ۱۰۰۰ کسانو فرد جرم لګول شوی دی.

د خالي، شنبې، په ورځ په تهران کې په پېنځو کسانو مقدمه شروع شوه. ای اېف پي وايي په دغو کسانو د لګول شويو الزاماتو په سر دوی ورته د مرګ سزا هم اورول کېدی شي.

په نیویارک کې مېشته صحافتي تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس ویلي لږ تر لږه ۴۶ صحافیان نیول شوي دي.

نړیوالې ټولنې د مظاهره کونکو په ضد د ایران د ګامونو غندنه کړې.

جرمني او یورپين ویلي د ایران په پاسداران انقلاب ځواکونو د پابندیو په اړه غور کوي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ په ایران کې د احتجاجونو وروسته د ډالر په مقابل کې د ایران کرنسي ریال غورځېدلې او په تهران کې یو ډالر په ۳۳۸۰۰۰ ریالونو بدلېدلو. د ګل، دوشنبې، په ورځ د ډالر قیمت ۳۳۲۰۰۰ ریال و.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او د ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG