لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپرلیگ مقابلو کې کراچي کنگز پېښور زلمو ته ماتی ورکړو


د پېښور زلمو بیټس مین محمد حفیظ، چې د پروفیسر په نوم هم پیژندگلو لري
د پېښور زلمو بیټس مین محمد حفیظ، چې د پروفیسر په نوم هم پیژندگلو لري

په دوبۍ، متحده عرب اماراتو، کې د پي ایس ایل کرکټ په روانو مقابلو کې د اتوار، یک شنبې، په ورځ د پېښور زلمو او د کراچي کنگز ترمنځ د ټورنامنټ په اووم مېچ کې کراچي کنگز پېښور زلمو ته په پنځو وکټو ماتی ورکړو.

په اخېري اوو کې د کراچي کنگز کپتان عماد وسیم په شپږیزه وهلو میچ د خپل ټیم په نوم کړو.

د پي ایس ایل د اتوار، یکشنبې، د ورځې په دویمه مقابله کې د ټاس گټلو ورسته پېښور زلمو د وړمبي بېټنگ فېصله وکړه.

په خپل اننگز کې پېښور زلمو ١٣١ رنز وکړل او کراچي کنگز ته یې د گټې لپاره د ١٣٢ رنزونو هدف ورکړو.

د پېښور په بېټنگ کې غوره لوبه سمت وکړه چې د پېنځو شپږیزو او د څلورو څلوریزو په وهلو یې ٧١ رنز جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو.

د پېښور زلمو په بالنگ کې جورډن او ابتصام شیخ دوه دوه وکټې واخیستې.

د کراچي کنگز په بالنگ کې شاهد افریدي او محمد عامر دوه دوه وکټې او محمد عرفان او ملز یو یو وکټ واخیستو.

د ١٣٢ هدف په تعقب کې د کراچي کنگز ډینلي ٢٩، بابراعظم ٢٨، انگرم ٢٣ او محمد رضوان ١٩ رنزونه وکړل.

د پي ایس ایل په دې سیالو کې د پېښور زلمو کپتان ډیرن سی مي او د کراچي کنگز کپتان عماد وسیم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG