لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ايي د عمران خان او د شاه محمود قرېشي سزاګانې رد کړي، وایي په ضد به يې اپیل کوي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان وايي دغه مقدمه په چټکتیا چلول شوې ده. هغه د د ګوند په پلويانو غږ کړې چې زغم نه دې کار واخلي، په های کورټ او سپريم کورټ اعتماد لري او اخر کې به دوي ته ريليف ترلاسه کېږي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان وايي دغه مقدمه په چټکتیا چلول شوې ده. هغه د د ګوند په پلويانو غږ کړې چې زغم نه دې کار واخلي، په های کورټ او سپريم کورټ اعتماد لري او اخر کې به دوي ته ريليف ترلاسه کېږي

د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان او د هغه په کابينه کې د بهرنیو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي ته ځانګړي عدالت د دولتي راز برسېره کولو په مقدمه کې د لس، لس کالو د قيد سزا اورولې ده.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د راولپنډۍ په اډياله جيل کې د مقدمې او فېصلې اورولو په وخت په ځانګړي عدالت کې عمران خان او شاه محمود قريشي دواړه موجود وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وېلي، دا فېصله به په اسلام اباد هاى کورټ کې چېلنج کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان وايي دغه مقدمه په چټکتیا چلول شوې ده. هغه د د ګوند په پلويانو غږ کړې چې زغم نه دې کار واخلي، په های کورټ او سپريم کورټ اعتماد لري او اخر کې به دوي ته ريليف ترلاسه کېږي.

قانون پوهان وايي د افېشل سګريټ اېکټ مقصد هم دا دی چې ریاستي رازونه پټ وساتل شي او رياستي راز پټ ساتل د وزير اعظم ذمه واري ده.

د سپریم کورټ وکیل شېر امان خان وايي د پاکستان د ايين 10 مه ماده ملزم ته د شفاف مقدمې حق ورکوي او دا هم په کې شامل ده چې ملزم ته به د خپلې خوښې د وکيل نیولو حق وي.

شېرامان خان وویل د عمران خان خلاف مقدمه کې "مونږ وليدل چې د عمران خان د دفاع وکيلان په لومړي سر کې په مقدمه کې شامل وو خو چې کله مقدمه د ګوايانؤ پړاو ته ورسېدو نو بيا د عمران خان وکيلانو ته د دفاع موقع نه ورکول کېده او په دې اخرنو پينځو ورځې مقدمه تنده کړې شوه او د شفاف ټراېل حق تر(ې) نه وشکول شو."

په پخواني وزیر اعظم عمران خان باندې الزام لګول شوی و چې د کال 2022 په 7 مارچ کې په امریکا کې د پاکستان د سفارت نه ترلاسه شوی سفارتي خط یا ساېفر يې د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولې او د ملي امنیت خيال یې نه و ساتلی.

د ساېفر په دې مقدمه کې د دسمبر په 13 مه په عمران خان او د هغه د حکومت په خارجه وزیر شاه محمود قريشي فرد جرم لګول شوې او دواړو د جرم منلو څخه انکار کړی و.

ځینې قانون پوهان وايي په دې مقدمه کې د ځانګړي عدالت د جج لخوا عمراخان او شاه محمود قريشي ته په لس لس کاله سزا ورکولو د هغوي سره ښېګړه کړې ده.

قانون پوه شاه جهان خان وايي دې مقدمه کې د مرګ سزا ده خو جج د خپلو اختياراتو په رڼا کې دوى ته د لسو لسو کلونو سزا وکړې ده ګني د قانون مطابق دې کې د مرګ سزا ده "د ځانګړي عدالت جج لاس سپک ساتلی دی."

د تحريک انصاف ګوند خپلو مشرانو عمران خان او شاه محمود قريشي ته د ځانګړي عدالت لخوا اورول شوې سزا رد کړې او "شرمناکه" یې بللې ده.

ګوند په اېکس پاڼه په يو بېان کې دعوه کړې چې د پاکستان اولس د عمران خان سره ولاړ دی او يو ځل بيا په اشاره ویلي چي د کال 2022 په اپریل کې د تحريک انصاف حکومت د يو سازش د مخې ړنګ کړې شوی و
عمران خان او شاه محمود قرېشي ته سزاګانې په داسې حال کې اورول شوي چې په پاکستان کې د فرورۍ په 8 مه عام انتخابات کېږي.

الېکشن کمېشن تحريک انصاف نه د ګوند انتخابي نخښه د کرکټ بېټ بېرته اخیستی، عمران خان نااهله ټاکل شوی دی او شاه محمود قرېشي ته سزا د اورول کېدو وروسته په انتخاباتو کې د هغه شرکت د غېر یقينۍ سره مخامخ شوی دی.

د سياسي چارو کارپوهان وايي دې سزا سره د پاکستان تحریک سياست او په هېواد کې جمهوري عمل ته زيان رسېدلې دې.

خبریال غلام نبي وویل د ساېفر مقدمه د سياست سره تړلې يو کېس و او هېواد کې دوه هفتې پس انتخابات کېږي او په داسې وخت کې د پاکستان تر ټولو لوی ګوند مشر ته سزا اورول به سياسي اثرات ولري.

د اسلام اباد هاى کورټ کې مطبوعاتو سره خبرو کې د عمران خان خور عيلمه خان په عدالتي نظام او د عمران خان خلاف فېصله ورکونکي جج باندې ټکونه وکړل او ویې وېل چي عوام د فرورۍ په اتمه کېدونکو انتخاباتو کې سل په سله ؤوټونه ورکړي او له دې ښه انتقام بل نه شي کېدی.

د پاکستان مسلم لیګ ګوند يو مشر عطا تارړ د ډان ټى وي سره خبرو کې پخواني د عمران خان سزا برحق وبله او ويې وېل چې عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره هېواد په داود لګولې و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG