لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د اتوار ورځې جلسې پوره تیارۍ نیولي: ثنا اعجاز


د پښتنو د حقونو لپاره راپاریدلي تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړې ثنا اعجاز وايي د پښتونخوا په بنو ښار کې د راتلونکې اتوار په ورځ کیدونکې جلسې لپاره يې پوره تیارۍ نیولي چې پکې به د نوموړې په وینا په ګڼ شمېر خلک ګډون کوي.

د وایس اف امریکا سره په یو مرکه کې ثنا اعجاز ویلي پي ټي ایم خپل ملګري په ډلو کې ویشلي چې د بنو د لوبو لوي میدان یا سپورټس کمپلیکس کې کیدونکې جلسې نه د خلکو خبرولو لپاره بیلا بیلو سیمو او تعلیمي ادارو ته ورځي.

ثناه اعجاز وايي پښتون تحفظ مومنټ په امن ناکه توګه باندې جلسه کول غواړي او ددې لپاره د تحریک مشران د ضلعي انتظامیي په اجازت سره خلکو ته په جلسه کې د ګډون کولو پېغام ورکوي.

نوموړې ویلي د بنو انتظاميې لخوا د ۱۴۴ دفعې لګولو سره به د پښتون تحفظ مومنټ د جلسې مخه ونه نیول شي او زیاتوي د هرې جلسې وړاندې بیلا بیلې ځاي انتظامیې هم دغه رنګ دفعې پرځاې کوي چې د پي ټي ایم د غونډو مخه ونیسي.

ثنا اعجاز دا خبرې پداسې حال کړي چې د بنو مرستیال کمشنر محمد علي اصغر د ۳۰ ورځو د پاره ۱۴۴ دفعه په ځای کړې چې پکې د پوليس او ضلعي انتظاميې د اجازت بغیر په جلسې جلوس بندېز لګول شوی دی. مرستيال کمشنر ويلي دغه ګام يې د امنیتي ګواښونو له کبله پورته کړی او که څوک د ۱۴۴مادې سرغړونه کوي پرضد به يې قانون په عمل کې راوستلی شي.

ثنا اعجاز ویلي په یونیورسټو کې د دوي ملګرو ته دهړکې ورکولی کېږي چې په جلسه کې برخه وانه خلي. نوموړې تمه څرګنده کړې په جلسه کې به په ګڼ شمیر کې خلک ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په ۱۴م اکتوبر په بنو کې د جلسې کولو اعلان کړی ؤ.

نوموړي دغه اعلان هغه وخت کړی ؤ چې کله د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ؤ، د پښتون ژغورنې غورځنګ نه ورته مسله نشته خو د تګلارې او پېغام سره يې اختلاف لري او پي ټي اېم د پاکستانيانو د بې لارې کولو هڅه کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG