لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: نور به چاته اجازه ور نه کړو چې د ډالرو لپاره د پښتنو په خاوره جګړه وکړي


دکبل ددې جلسې ویډیو ګانې اؤ عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي پکې لیدل کیږي په زرګونو خلک دغې جلسې ته ورټول شوي دپوځ اؤ ناامنۍ پرضد کلک شعارونه ورکوي خو دپاکستان په قامي میډیا دنور کله په څېر داځل هم دا ولسي پاڅون نه دی ښودل شوی
دکبل ددې جلسې ویډیو ګانې اؤ عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي پکې لیدل کیږي په زرګونو خلک دغې جلسې ته ورټول شوي دپوځ اؤ ناامنۍ پرضد کلک شعارونه ورکوي خو دپاکستان په قامي میډیا دنور کله په څېر داځل هم دا ولسي پاڅون نه دی ښودل شوی

په سواات کې د زرګونو خلکو سترې ولسي غونډې ته وینا کوونکو وویل چې په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ په پېښو کې لسګونه کسان و وژل شول خو وایي نه د پاکستان مېډیا، نه عدلیې او نه پارلمان د دې خلاف اواز اوچت کړ.

په جلسه کې د جماعت اسلامي ګوند سنېټر مشتاق احمد خان د «امن امن»، «طالب ګردي نامنظور»، «ترهګري نامنظور» او «سرکاري ترهګري نامنظور» نعرې ووهلې چې ټولو ګډونوالو ورسره غبرګې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین جلسې ته وویل، د پښتنو په خاوره یې د روانې بدامنۍ پرضد ډېر احتجاجونه وکړل خو چاته به اجازه ورنه کړي چې نور "د ډالرو لپاره د پښتنو په خاوره جګړې وکړي".

دجمعې په ورځ دسوات دکبل تحصیل په کانجو سیمه کې د «سوات ولسي پاڅون» له خوا راجوړې شوې یوې درنې جلسې ته خپله وینا کې منظور پښتین په پېښور او سوات کې په پولیسو باندې د وروستیو حملو ذمه واري په ریاستي ادارو باندې ور واچوله:

"دوی جنګ ته ماحول جوړ کړی دی، په لکي‌ مروت، کورمه، وزیرستان او خیبر کې یې نن هم نیټورک بند کړي دي او اپرېشن ته یې تیارۍ روانې کړې دي. ماشومان، استادان او هر څوک هره ورځ په پښتونخوا وطن کې وژل کېږي".

منظور پښتین اؤ د هغه دغورځنګ نور مشران زیاتره وخت خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ د روانې لړۍ پړه دپاکستان په پوځ اچوي خو پوځ بیا وخت په وخت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې یې په زرګونو ځوانانو اؤ افسرانو دخپلو سرونو درنې قربانۍ ورکړي دي.

دکبل ددې جلسې ویډیو ګانې اؤ عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي پکې لیدل کیږي په زرګونو خلک دغې جلسې ته ورټول شوي دپوځ اؤ ناامنۍ پرضد کلک شعارونه ورکوي خو دپاکستان په قامي میډیا دنور کله په څېر داځل هم دا ولسي پاڅون نه دی ښودل شوی.

پخپله وینا کې منظور پښتین وویل که د ډالرو ګټلو لپاره یو وارې بیا دپښتنو په خاوره د جګړې تپلو اؤ د پښتنو د بې کوره کولو هڅه وشوه نو دی به د خپلو خلکو سره په میدان ودریږي اؤ کوټلی مزاحمت به کوي، وایي "له دې نه پس چې چرته هم احتجاج کېږي د ده د کېنټ [چاوڼۍ] مخته به کېږي". پوځ د منظور پښتین دې خبرې ته لا څه جواب نه دی ویلی.

په دې وروستیو کې چې پاکستان په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې، پوځي اؤ حکومتي مشرانو د ملي امنیت دکمیټې غونډه کې دترهګرۍ پرضد د هراړخیزه عملیاتو منظوري ورکړې ده.

خو مطبوعات وایي دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر تېره میاشت دتړلو دروازو ترشا یوه غونډه کې دملي جمهوري غورځنګ دمشر اؤ دقامي اسمبلۍ دغړي محسن داوړ دیوې پوښتنې په ځواب کې واضحه کړې وه چې پوځ هیڅ نه وي عملیات نه پېلوي بلکې وړاندې نه داستخباراتي معلوماتو په اساس د روانو عملیاتو لړۍ چټک کوي.

منظور پښتین وویل، پښتانه نورې هیڅ بهانې اؤ ډرامې نه مني اؤ د ریاست د ډالرو د ګټلو پالیسیو نه باید نور لاس واخستل شي، خو د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کړې چې د امریکا په مرسته یې ترهګرو په ضد کامیاب عملي کړي دي.

دهغه وینا وه چې دپښتنو دخاورې وسایل په یوه ورځ په زرګونو اربه ډالر ګټي اؤ پښتانه دچا ترقیاتي کارونو ته هیڅ اړتیا نه لري، ریاست دې پښتنو ته خپل وسایل ورکړي نو بیا پښتانه ددې جوګه دي چې نورو هیوادونو سره ترقیاتي کارونو کې مرسته وکړي.

دې جلسې ته دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر اؤ دعوامي نیشنل ګوند دسوات ضلعې صدر ایوب اشاړي هم ویناګانې کړي اؤ ویلي یې دي ترهګر بېرته دپښتنو خاورې ته دیو سازش په اساس راوستل شوي اؤ غواړي چې دلته دپیسو ګټلو لپاره په پښتنو یوه نوې جګړه وتپل شي.

د جماعت اسلامي ګوند سنېټر مشتاق احمد خان جلسې ته په وینا کې وویل د پاکستان میډیا، پارلمان او عدلیه د پښتنو په وطن کې د روانې ترهګرۍ هیڅ پروا نه کوي:

"د پاکستان ټیلیویژني رسنۍ د کرکټ لوبې او مړ شوی هاتي ښکاره کوي، خو له بده مرغه رسنیو د پښتنو مړو ته کوریج نه ورکوي".

هغوي وویل پښتانه چې په مخکنیو عملیاتو کې څومره ځپل شوي تر ننه ځائ ته نه دي‌ راغلي، بې کوره ګرځي، کورونه اؤ روزګارونه یې تباه شوي دي اؤ بیا چاته اجازه نه ورکوي چې دعملیاتو په نوم دپښتنو د ژوند سره لوبې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځي اؤ حکومتي مشرانو پخپله منلې ده چې دعمران خان په تېر حکومت کې طالبانو سره نرمه رویه شوې وه، دهغوئ خطرناک قیدیان له زندانونو خلاص کړل شوي وؤ اؤ نن ددې نتیجي دترهګرو ډلو دبیا منظم کیدو اؤ دترهګریزو فعالیتونو دپراختیا په شکل کې مخې ته راغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG