لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین وايي د پي ټي اېم په قافله ډزې شوي، یو ملګری یې زخمي شوی


منظور پشتین
منظور پشتین

د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي د غورځنګ د موټرو په قافله امنیتي ځواکونو ډزې کړي دي او د پي ټي اېم يو کارکوونکی پکې زخمي شوی دی.

د منظور پشتین په خبره د پي ټي اېم په قافله ډزې د بلوچستان ژوب ښار سره نژدې شوي دي او په ډزو کې زخمي شوی تن نور باچا دی چې بلوچستان دپاره د پي ټي اېم کوارډینېټر یا رابطه کار دی.

د پېښي په اړه د حکومت دریځ معلومولو دپاره په کوټه کې د وي او ای ډیوه خبریال د پولیس او د بلوچستان حکومتي چارواکو سره د رابطو کوښښونه وکړل خو د چا جوابو ترلاسه نشول.

د بلوچستان د کورنیو چارو مشیر ضالانګو سره هم د وي او ای ډیوه خبریال رابطه وکړه خو جواب یې ترلاسه نشو.

د پي ټي اېم کارکوونکي وايي منظور پشتین او ملګري یې په قلعه سېف الله کې د پي ټي اېم فعال ارمان لوڼې د دریم تلین په دستوره کې د شرکت وروسته خېبرپښتونخوا ته روان و چې په بادینزۍ سیمه کې یې په قافله ډزې وشوې.

ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټۍ غړی شاعر، ليکوال او اديب و. د کال 2019م پر 2مه فروري په بوري (لورالايي) کې د احتجاجي پرلت وروسته لوڼي ژوند هغه وخت له لاسه ورکړ چې د لورالايي پوليسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو د ګرفتارۍ پر وخت اخ و ډب شوی وو. وېل کېږي چې لوڼي زخمي شوی و او وروسته یې په هسپتال کې ساه ورکړه.

د ارمان کورنۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې ارمان د پوليسو په وهلو وژل شوی، خو حکومت دا تورونه رد کړي او وايي د ارمان مرګ د زړه له دورې شوی دی.

تېر کال د نومبر د میاشت نه د سږ کال د فېبرورۍ د میاشت پورې د بلوچستان حکومت صوبې ته د منظور پشتین او د پي ټي اېم د ځینو نورو مشرانو په ورتګ پابندي لګولې ده.

په ټولنیزو رسنیو خپرو ګانو کې دعوه شوې چې په دغه ډزو کې د پي ټي اېم د بلوچستان کوارډینېټر نور باچا دوه ډزې لګیدلی او ژوبل شوی دی. د پي ټي اېم په قافله مبینه ډزې د قلعه سېف الله او ژوب تر منځسوړه بادینزۍ کې شوي دي.

د پي ټي اېم پلوي او شمالي وزیرستان نه منتخب شوی د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټوېټر په منظور پشتین د مبینه حملې غندنه وکړه او دا یې د "شرمناک نه ور اخوه" ګام وبللو.

محسن داوړ وویل "ریاست په پرامنه فعالانو حملې دوامداره" ساتلي خو پښتانه ځوانه به تشدد ونه ویروي.

یادونه: د نور تفصیل ساتلو سره به دا خبره تازه کولی شي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG