لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېرپاو: کوئټې ته د منظور پشتين د تگ مخنیوی، له بنيادي انساني حقونو څخه سرغړونه ده


کوئټې ښار ته د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشر، منظور پشتین د ورتگ په مخنیوي باندې گڼ شمیر پښتنو غبرگونونه ښودلي دي.

د پي ټي اېم د فعالانو او مشرانو ترڅنگ، د پښتنو یو شمیر نورو سیاسي مشرانو هم د چارواکو په دې کار خفگان ښودلی دی.

په کوئټه پرېس کلب کې د ډېوه له خبريال حفيظ الله شيراني سره په ځانګړې مرکه کې د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو وويل چې "په پاکستان کې جمهوريت دی، ټولې ادارې پر خپل خپل ځای کار کوي، داسې کول نه دي پکار چي يو ايالتي حکومت دې کوم کس ته د تللو اجازت نه ورکوي. په پاکستان کي هر ښاري ته دا ائيني حق حاصل دی چې هر هغه ځای ته چې وغواړي تلای شي. که حکومت يو چا ته ده تلو راتلو اجازت نه ورکوي، نو دا زياتی دی، دا د بنيادي انساني حقوقو خلاف ورزي ده."


د پښتنوملت پاله ګوندونو (پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نيشنل ګوند) دمشرتابه د هغه تجويز په اړه چې پښتانه بايد سره جرګه شي، آفتاب احمدخان شيرپاو وويل چې د اکثرو جماعتونوله اړخه دا تجويز راغلی دی چې په روانو حالاتو کې دې ټول پښتانه ملتپاله ګوندونه سره يو شي. د هغه په وينا، دا د وخت ضرورت دی چې ټول پښتانه ملت پاله سياسي ګوندونه سره يو ځای شي او يو آواز اوچت کړي، "دا اواز به په پښتنو کې ژوند پيدا کړي."

د افغانستان د سولې په برخه کې د امريکې د خاص استازي، زلمې خليل زاد سره د ملاقات د سوال په ځواب کې ښاغلي شیرپاو وويل چې زلمی خليل زاد په دې باوري وو چی پاکستان په افغانستان کې د امن په راستولو کې مهم کردار لري.

هغه وويل د خطې د امن لپاره پکار ده چي پاکستان او افغانستان په ګډه ګامونه پورته کړي. که په افغانستان کې امن راشي، په پاکستان کې به هم امن راشي، د دواړو ملکونو امن يو بل سره تړلی دی.

په افغانستان کې امن راوستلو کې د پاکستان کردار شته، بائيد چي پاکستان په دې کې خپل اهم کردار ولوبوي.

د قومي وطن پارټۍ مشر پر دې خبره زور واچاوه چي پاکستان دې کوښښ وکړي او طالبان دې د په افغانستان کې مذاکرتو ته حاضر کړي، او په دې کې د پاکستان اهم کردار شته بايد چې پاکستان خپل رول ولوبوي.

ښاغلي شیرپاو د عمران خان پر حکومت هم ټينګې نيوکې وکړې. هغه وويل چي "موجوده حکومت په ١٠٠ ورځو کې ناکامه شوی دی، پارلمينټ مفلوج دی، خارجه پالیسي له تضاداتو سره مخاخ ده، حکومت په خيراتونو پسې ګرځي او کچکول يې اوچت کړی دی، کله له سعودي، چين، عربي اماراتو، او کله ملیشيا څخه خيرات غواړي."

هغه وويل چي دا هم اوسه پورې معلومه نه ده چي حکومت د آی اېم اېف څخه قرضه اخلي او که نه؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG