د مدني حقونو د تحریک، پي. ټي. اېم، مشر منظور پښتين اسلام اباد ته نزدې ترنول کې احتجاج کونکو پلویانو ته ویلي چې که واکمن (مقتدر) قوتونه د پاکستان ریاست داسې چلول غواړي نو بیا به دوی ازادي غواړي.
د جمعې په ورځ خپله تنده وینا کې ښاغلي پښتین خپلو پلویانو ته ووېل پښتانه مجبور کړل شوي، دیوال ته اړم کړل شوي دي - یا به د زندګۍ حق اخلو او یا به د ازادۍ جګړه.
د پي ټي اېم ننۍ مظاهره د جبري بېدرکۍ او پښتونخوا کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ پر ضد وه. د تحریک مشرانو دغه احتجاج په اسلام اباد کې دننه د سپرېم کوټ ودانۍ ته مخامخ کول غوښتل خو د نګران حکومت یو وزیر سرفراز بګټي ویلي چې د کامیابو خبرو وروسته، پي ټي اېم په ترنول کې احتجاج ته اماده شو.
ښاغلي پښتین ووېل چې ریاست، د هغه په وینا، "پنجاب عرف پاکستان"، پښتنو ته حق نه ورکوي چې خپل درد بیان کړي، او د انسانانو لپاره احتجاج وکړي.
په پاکستان کې د مېډیا ادارې په رسمي یا غېر رسمي توګه د پي ټي اېم احتجاجونو یا غوښتنو ته ځای ورکولو نه ډډه کوي خو ننۍ احتجاجي جلسه ډېرو خلکو په سوشل مېډیا کتله. یو وخت د فېس بوک په یو اکاونټ باندې نزدې ۱۶ زره خلکو د منظور پښتین وینا نیغ په نیغه کتله او اورېدله.
ښاغلي پښتين د پاکستان په دواو صوبو پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په روانه لړۍ، هدفي وژنو، جبري بېدرکیو او هلته د پوځ په زیاتېدونکي رول باندې سختې نیوکې وکړې.
نوموړي ووېل ‘‘نا معلوم افراد’ ISI او MI دي. هغه ووېل سوات، بونېر، دیر، پېښور، باجوړ، مومند، خېبر، وزیرستان، قلعه سېف الله، او کوټه کې خلک په زور بېدرکه کول کېږي. د شعور خلک نخښه کېږي.
ښاغلي پښتین د قامي ادارو په اړه ووېل چې حکومت ګوډاګی دی، پارلېمان ګوډاګی دی او عدالتونه په وټس اېپ روان دي. هغه ووېل چې 'بدمعاش' جنرېلان دنیا ته د ښودلو لپاره دا ادارې ساتي.
د ښاغلي پښتین تازه نیوکو او تندې وینا ته پوځ یا نګران حکومت تر اوسه څه ویلي نه دي خو دې ته ورته پخوانیو ویناګانو باندې حکومت د هغه پر ضد یو شمېر مقدمې جوړې کړي دي. او ځېني وخت نیول شوی هم دی.
د پاکستان د پوځ یو ویاند او هغه وخت جنرل اصف غفور د ۲۰۱۹م د اپرېل په اخر په یو مطبوعاتي کانفرنس کې د پي ټي اېم ځېنې غوښتنې سمې بللې وې خو تحریک ته یې ګواښ هم ورکړی وو چې وخت یې ختم دی.
په ياد کانفرنس کې پوځي ویاند د پي ټي اېم مشزانو ته په مېډیا کې د ځای ورکولو په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په 'او' کې ځواب نه وو ورکړی.
پي ټي اېم د ۲۰۱۸م د لومړۍ میاشتې راسې فعاله دی او اففانستان پولې ته نزدې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د پوځ په رول نیوکې کوي. د تحریک مشران وايي دا داسې جګړه ده چې تاوان یې يوازې پښتون ته رسېږي.
منظور پښتین تل دا ډالري جګړه بلي.
د پاکستان پوځي او حکومتي مشران ترهګري د هېواد لپاره لوی خطر بولي او وايي نوغی به یې اوباسي خو د پي ټي اېم پرته په هېواد کې دننه او بهر هم په پاکستان کې د زیاتېدونکې مذهبي تندلارۍ او ترهګرۍ لپاره د پوځ او ریاست په تګلارو نیوکې کېږي.
Forum